آلمانیان، هگۍ او تر منځ يې مينه ناکه اړیکه
آلمانيان له هګیو سره ځانګړې اړیکه لري. دوی هګۍ نه یوازې په خوندورو رنګونو سینګاروي، بلکې ورته خپل موقف او د ماتولو لپاره ځانګړې وسیله هم لري. په آلمان کې د هګیو ځانګړي موقعیت ته یوه کتنه.
د سپيڅلي اختر هگۍ
که څه هم موږ ټول پوهیږو چې سوۍ هګۍ نه اچوي، خو دا ډول انځورونه هر کال د دوی د اختر ایسټر په بهير کې خپریږي. په آلمان کې د هګیو ځانګړی ځای داسې بریښي چې د ایسټر له ورځو آخوا هم اهميت لري. له سهارنۍ څخه تر سینګار پورې؛ آلمانیان له هګیو سره ځانګړې اړیکه لري.
د سباناري هگۍ
په ټوله نړۍ کې خلک د ناري لپاره هګۍ هم خوري، نیم خامې، جوش شوي یا نیم جوشه. په آلمان کې جوش شوي هګۍ د یکشنبې سباناري برخه ده. البته دغه ډول هګيو ته د بشپړ خوړو په توګه کتل کیږي او له ډوډۍ سره نه خوړل کیږي. دا ډول هګۍ څانگړي خواړه دي او یوازې د یو چټ مالګې سره خوړل کیږي.
د هگۍ ايښولو لوښی يا پايه
څرنګه چې هګۍ نه گردۍ غونډاری ده او نه هم ۱۰۰ په سلو کې کروی ده، دا په هر قاب کې ښويږي. له همدې کبله، د دې اصلي او درناوي وړ، غړي ته د ناستي ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی دی. د ډیزاینرانو له پاره د هګۍ اساس هم د نوښت او خلاقیت له اړخه ښه فرصت دی. دغه ډول ديرې پايې د څميڅيو او مالګې اچولو لپاره ځایونه لري.
د هګۍ ماتولو په موخه د ځای ټاکل او د هغې له پاره وسیله
که څه هم د سهارنۍ هګۍ پر پايې له څمڅۍ او یو ځانګړي مالګې شیندونکي سره خپل ځای لري، خو آلمانیان په دې بسنه نه کوي، د هگۍ ماتولو نوي اله يې بازار ته وړاندي کړي، چې په ډير غور سره په هګۍ کې یو ټکی په نښه کوي، کوم چې که د وسیلې مرکزي مرمۍ سره وویشتل شي، د خولۍ شاوخوا حلقه ماتوي. دا ماتونه د دې سبب کيږی چې دهگۍ پورتنۍ نیمایي برخه په یوځل جلا کړي.
زياتيدونکی بهير
په آلمان کې د هګیو مصرف له ۲۰۰۶ م کال راهیسې ډیر شوی دی. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې هر آلماني په په منځني ډول ۲۳۸ هګۍ خوړلې دي. د هګیو مصرف یوازې د ایسټر په بهير کې یو څه ډیر دی. د هګیو د مینې لپاره کومه ځانګړې ورځ نه شته.
کورني سبا ناري
په آلمان کې د سبا ناري هګۍ ته د ځانګړي ځای په پام کې نیولو سره، ډیری خلک فکر کوي چې دا هیواد ترټولو ډيري هګۍ مصرفوي. خو داسې نه ده؛ ويل کيږي چې امريکايي اتباع په دې برخه کې له نورو څخه مخکښ دي.
سپين که نسواري؟
د چرګ له ډول سربیره، هګۍ دوه رنګونه لري. په۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ايم کلونو کې، د هګۍ سپین په آلمان کې ډیر مشهور وو. بیا د عضوي محصولاتو سره علاقه د نسواري هګیو پلور ډیر کړی دی. نسواري هګۍ ویل کېدل چې صحي دي. خو په تیرو کلونو کې دا څرګنده شوه چې د هګۍ رنګ په کیفیت کې هیڅ توپیر نه لري. بيا هم په ایستر اختر کې د سپینو هګیو رنګ کول اسانه دی.
د ټول کال له پاره رنگينې هگۍ
آلمان ته نوي راغلي کسان د اکتوبر په میاشت کې په سوپر مارکیټونو کې د رنګه هګیو د بستو په لیدلو حیرانيږي. دا معمولا د خوړلو له پاره نه دي. په طبیعي توګه، د ایسټر په بهیر کې ډیري رنګه هګۍ پلورل کیږي.
د «هگيو ونه»
سوۍ هګۍ نه اچوي. هګۍ په ونه کي را ښکاره کيږي. د آلمان د ایستر اختر کې د زاړه دود له مخې، د کور مخې ته لویې ونې یا د کور دننه کوچنۍ ونې د کرسمس ونې په څیر روښانه رنګ لرونکي هګیو سره سینګار شوي. دا ونه د ژوند دوه سمبولونه سره یوځای کوي: هګۍ او ونه.