آلمانی راهب په خارجه وزارت کي د ټولو ادیانو استازي غواړي
۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبههومولکا پرون چارشنبې (د اګست میاشتي ۱۲ مه) آلمانۍ راډیو ته وویل، چي دی ددې پرضد نه دی، چي په دغه پروژه کي د مسلمانانو اسلامي شورأ هم نمایندګي ولري. اسلامي شورأ خو د کلونو راهیسي د جرمني د حکومت د خبرو یو اړخ او هرکال اسلامي کنفرانس ته هم وردعوتیږي.
د دغه راهب په خبره په خارجه وزارت کي د مشاورینو او نمایندګانو په منځ کي باید د یوه دین د مختلفو افکارو او تګلارو پیروان حضور ولري. د سختي تګلاري پیروان باید په هغه اندرازه پکښي حضور ولري، لکه دلیبرالي او معتدلي تګلاري پیروان. په حواله یې، ښه دادی، چي اوس تفکر کولو ته وخت ورکړو. خو دا دې خبري ته تغیر نه ورکوي، چي دغه موضوع مهمه ده او ښه دی، چي وزارت ددې کار سره مصروفه سي.
د جرمني خارجه وزارت غواړي، د «ادیانو او خارجه سیاست» د پروژې په واسطه پر ټولنې او سیاست باندي د مذهبي ټولنو او د هغوی د ممکنه نفوذ له لاري ښه پوه سي. همدرانګه باید د بین المللي شبکې په کومک ددغو ټولنو رغوونکی سوله ایزه پوټنسیل هم تقویه سي.
پروسږکال دغي پروژې ته د کاتولیکي عیسوي مذهب څخه راهب نیکوډیمس شنابل د لومړني دیني نماینده په حیث انتخاب سوی ؤ. سږکال هغه ته د کاتولیکي کلیسا څخه راهب ماکسیمیلیان فلډ هاکه او د پروتستانتي کلیسا څخه راهب پیتر یورګنسن تعین سوي دي. د مسلمانانو څخه ورته نورهان سوکان تعین سوې ده. خو منتقدین پر هغې باندي تور لګوي، چي په کافي اندازه یې د یهودیت ضد موقف نه دی نیولی، ځکه یې نو خارجه وزارت د اوس دپاره چوکۍ معلقه کړې ده.
سوکان د همدې اوونی په سر کي اعلان کړی ؤ: هغه اسلام ته ، چي پر افراطي ایدیالوژۍ باندي متکي وي، د مسلمانان په اسلامي شورأ کي ورته هیڅ ځای نسته.
زموږ له آرشيف څخه: