آلمانی خبریال د جګړو د غوره رپوټ ورکونې جایزې ته انتخاب شوی
۱۴۰۰ مهر ۱۸, یکشنبهد ژوري هیئت مشر منوچیر دغاتي، د شنبې په ورځ وویل چې د «Zeit Magazin» آلمانۍ مجلې له پاره د «طالبانو تر واکمنۍ لاندې» تر عنوان لاندې د آلماني ژورنالیست ولفګنګ باور، راپورتاژ د طالبانو د پرمختګ یا پيش قدمۍ ستراتیژي په ښه توګه تحلیل او ارزولی ده.
دا دویم ځل دی چې ښاغلی باور دغه معتبره جایزه ترلاسه کوي. په ۲۰۱۶م کال نوموړي دغه جایزه د نایجیریا په هکله د یوه راپورتاژ له کبله ترلاسه کړې وه.
د ښه انځور اخیستلو جایزه د میانمار یا پخواني برما یوه عکاس ته ورکول کیږي چې نوم یې پټ ساتل شوی دی. دغه عکاس "New York Times" ورځپاڼې ته په میانمار کې د پوځي کودتا پر مهال د مظاهرو رپوټونه ورکول.
د امنیتي دلایلو له امله د دغه عکاس نوم پټ ساتل شوی دی.
د غوره تلویزوني رپوټونو جایزه بیا د بي بي سي هغه رپوټ ته ورکول کیږي چې په یمن کې وسله وال کسان په کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې پر ماشومانو ډزې کوي.
د جایزو له پاره دغه کسان د شاوخوا ۴۰ تنو فرانسوي او بریتانوي ژورنالیستانو د یوې ډلې له خوا انتخاب شوي دي. په دغو جایزو کې له ۳۰۰۰ تر ۷۰۰۰ یورو پورې نقدي انعام هم شامل دی چې د ګټه ګورۍ په اساس ورکول کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح