آلمانيان په دفترونو کې کوم ۱۱ عادتونه لري؟
د هر هيواد په دفترونو کې کارکونکي خپل ځينې مشخص عادتونه لري. کيدای شي له دغو عادتونو څخه ځينې يې د بل هيواد وګړې له پاره حيرانونکي وي. په دې انځوريز البوم کې به د آلمانيانو ۱۱ تر ټولو زيات معمول عادتونه وپيژنئ.
«ته» يا «تاسو»
آلماني دفترونو کې همکار ته د خطاب کولو له پاره دوه لارې شتون لري چې يوه يې «ته» او بله يې «تاسو» ده. «ته» د ملګرو له پاره دوستانه او «تاسو» د مشر، رئيس، مشتري او ميلمه له پاره کارول کیږي. د دغو دوو ضميرونه کارونه په دري ژبه کې هم همدا ډول ده، خو انګليسي کې توپیر کوي.
وخت ته پابندي
دفتر ته تر ټاکلي وخته ۵ دقيقې مخکې ځان رسول په آلماني دفترونو کې يوه عام خبره ده. د وتلو پر وخت هم عين عادت. او استثني خو هم د ژوند په هره برخه کې وي.
ليفت کې ستړې مشئ او مخه ښه
په ليفتونو کې سلام اچول،او ستړې مشئ هم په دفتري ماحول کې د آلمانيانو تر منځ يو عادت دی. کارمندان د ستړې مشې او خدای په امانۍ پر وخت ډيری وخت په لیفتونو کې سره مخ کيږي. ليفت کې فارغ وخت تر ډيره په همدې موخه کارول کيږي.
وقفه او قهوه
په آلماني دفترونو کې د وقفې پر مهال د قهوې څښکل هم يو عادت دی، ځکه خو دفترونو کې د قهوې ماشينونو شتون حتمي خبره ده. ډير کارمندان حتي ځان له پاره جلا ماشين لري. عمومي ماشينونه هم وي. که يو دفتر ته نوی کارمند معرفي کيږي زاړه کارمندان ورته د نورو شيانو تر څنګ، د قهوې ماشين هم ورښيي.
هره موضوع د مکتوب په بڼه
آلمانيان په دفترونو کې ټول شيان مکتوب کوي. مکتوبونه له شفاهي سفارش څخه ډیر معتبر وي. هر آلمانی وګړی په کال کې په اوسط ډول ۲۵۰ کيلو ګرامه کاغد کاروي. په همدې دليل آلمان د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د کاغذ لوړ مصرف لري.
د غرمې ډوډې
د غرمې ډوډې له پاره يوازې ۳۰ دقيقې جلا کړل شوي دي. هغه کسان چې د ۲ ساعته وقفې سره عادت شوي وي آلمانۍ وقفه ورته ډير لږ وخت وي. خو آلمانيانو له پاره د وخت د کموالي سره سره د غرمې ډوډي خوړل مهمه خبره ده.
کیک حتمي دی
آلمان کې ډير شيان دي چې دفترونو کې ورڅخه د مراسمو د لمانځلو په موخه کار اخلي. په دې کې يو هم کيک دی. کارمندان عادت لري چې که دفتر کې د خوښې کوم مراسم ولري تر ډيره کيک راوړي. نوی کارمند هم د کار په لمړي ورځ کيک له ځانه سره راوړي.
شراب څنګه؟
د حيرانتيا خبره نده. په آلماني دفترونو کې د شرابو څښکل عادي خبره ده، حتې په ورځ کې هر ساعت يې د استفادې امکان شته. کارمندان کولای شي خپلې د زوګړې ورځ يا ورته د خوښۍ نورو مراسمو پر وخت خپلو کې شراب وڅښکي.
د دروازې ټکول
دفتر ته تر دننه کيدو د مخه د بندې دروازې ټکول په آدابو کې راځي. دا هم په آلمان کې د مهمو دفتري عاداتو څخه یو دی. که مشتري وي يا همکار دا کار کوي.
قدم وهل په پښو يا په ماشين
په آلمانيانو کې بل عادت دا دی چې رسمي ژوند يې له شخصي سره جلا کړی وي. په شخصي ژوند کې يو هم د تفريح په موخه پلې چکر يا قدم وهل دی. په دفترونو کې هم يو بل سره د لا ښه شناخت حاصلولو په موخه دغه کار په نظر کې نيول کيږي. دې قدم وهلو ته بیا د « کاري ماحول قدم وهل» وايي. په دې قدم وهلو کې بیا رسمي بحثونه نه کيږي.
جمعې په ورځ دفترونه ژر بنديږي
جمعه چې د اوونۍ وروستۍ رسمي ورځ وي دفترونه په کې ژر بنديږي. معمولا آلمانيان عادت لري چې کله له دفتره وځي يو بل ته «فایر آبند» چې د «شپې محفل» يا د «شپې پارتي» په مانا ده، وايي. دوی د ورځې په پاې کې يو بل ته د « شونن فایر آبند» چې د « شپنۍ خوښ پروګرام ولرۍ» په مانا ده، وايي. خو له دې څخه مقصد دا ندی چې هر آلمانی دې د هرې شنبې په شپه محفل ولري.