آلمانه ته د مهاجرو غيرقانوني راتگ تر اخراج زيات سوی
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهد آلمان د فونکه په نوم رسنۍ د دغه هیواد د فدرالي پوليسو په حواله ليکلي دي چي د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر مياشتي پوري له آلمان څخه ۲۰ زره ۹۹۶ کسان خپلو ټاټوبو ته استول سوي دي. دا شمېر د تير کال په پرتله لږ دی.
په دغه موده کي ۳۲ زره ۹۴۵ غيرقانوني مهاجر آلمان ته راغلي دي. په نومبر مياشت کي د آلمان پوليسو د شاوخوا۳۷۰۰ نورو غيرقانوني مهاجرو شمير ثبت کړی دی.
په مجموعي ډول د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه تر نومبر مياشتي پوري د غيرقانوي مهاجرو د راتگ شمير لږ سوی دی.
»د رد سوو مهاجرو د ساتنځايونو کمښت«
د آلمان د پوليسو مشر ديتر رومان له دغه هيواده د بيرته وتلو ته مجبورو مهاجرو د ساتنځايونو د شمير پر کمښت باندي انتقاد کړی دی. هغه ويلي دي: »د دريمو هيوادونو د اتباعو په ډله کي د شاوخوا ۲۴۸ زرو بيرته ستنيدونکو مهاجرو له پاره په ايالتونو کي، يوازي ۵۷۷ ساتنځايونه موجود دي، چي دا ډير لږ دي«.
د آلمان د فدرالي پوليسو په حواله زياتره غيرقانوني مهاجر د کال په لومړيو ربعو کي راغلي دي چي ۹۱۸۳ تنه د آلمان د هوايي ډگرونو، ۸۳۴۴ کسان د آلمان او اتريش له سرحدي لاري او ۳۵۶۰ کسان د آلمان او چک د سرحد له لاري راغلي دي.
ددغو ارقامو له مخي، زياتره دغه کسان له افغانستان دي چي شمير يي ۲۳۹۹ ښودل سوی دی، بيا په ترتيب سره ۲۱۳۳ تنه له نايجيريا، ۱۷۲۱ تنه له ترکيي، ۱۶۹۱ تنه له سوريي، ۱۶۸۲ تنه له البانيا او ۱۶۵۱ تنه له عراق څخه راغلي دي.
nob/haz (kna, dpa, afp)