آلمان: یوه سړي د زياتي ميني له کبله خپله مېرمن وژلې
۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبهياده قضيه د آلمان د بايرن ايالت په «ګمونډ» کي اوسېدونکي جوړې ته پېښه سوې ده. د خپلې مېرمني په قتل تورن کس د «ويورڅبورګ» په محکمه کي په خپل جرم اقرار کړی دی. د هغه په وينا دا کار يې د خودغرضۍ يا دښمنۍ له کبله نه بلکه د خپلي مېرمني سره د بې انتها مينې لرلو له کبله کړی دی. دغه زوړ سړي زياته کړې: «ما تر څو لسيزو پوري د خپلې ناروغې مېرمني ساتنه او پالنه وکړه. خو دا چي هغه د ډيمينشيا (د حافظې د کمزورتیا) په ناروغي اخته وه، نو يو چا نه يو چای يې بايد دغه کړاو ته د پای ټکی ايښی وای. ما نور نه سوای کولای د هغې تکليف ته وګورم.»
محکمې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه سړي دوه کلنه سزا وځنډوله. نوموړی کس چي اوس ۹۲ کلن دی په ۲۰۱۹ کال کې يې د خپلې مېرمني پر مخ شړۍ اچولې وه او د ساه بندولو په مرسته يې هغه وژلې وه.
د زوړ سړي وکيل و محکمې ته د هغه د ژوند په هکله ويلي ول چي د خپلې مېرمني سره يې ډېر خوشاله ژوند لاره. هغه زياته کړې چي د دغه سړي مېرمنه د ډيمينشيا په ناروغي اخته وه او دا چې هغه يې زيات کلونه ساتنه او پالنه کوله. ډيمينشيا هغه ناروغي ده چي زړو انسانانو ته ورپيښيږي او د هغوی دماغي او رواني حالت ته تغير ورکوي. دغه ناروغۍ بېلې بڼي لرلای سي او په زياتو مواردو کي ناروغ انسانان په ځان نه پوهيږي، د حال او ماضي او د انسانانو تر منځ په فرق کولو کي ستونزي لري.
د رواني چارو کارپوهانو او حقوق پوهانو پر دغه قضيه د خپل نظر ورکولو په ترڅ کي ويلي چي دغه زوړ سړي څو لسيزې د خپلې ناروغې مېرمنې ساتنه او پالنه کړې او پخپله په ژور خفګان اخته وو. د هغوی په وينا دغه کس چې کوم جرم کړی دی، هغه يې د خپل رواني حالت او وضعيت له کبله کړی دی.
ک.م./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (26.02.2017):