آلمان کې د بي روزګارو خلکو شمېر ډېر لوړ شوی
۱۴۰۲ تیر ۹, جمعهپه آلمان کې د بېکاره خلکو د شمېر لوړېدا موضوع د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد کې د ضعف وروستۍ نخښه ده.
د آلمان د کار فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جون ۳۰مه) د بیکارۍ د فصلي تعديلي ارقام خپاره کړل. دغه ارقام ښيي چې په مارچ میاشتې کې په آلمان کې د بيکارۍ کچه ۵ اعشاريه ۶ سلنه ثابته پاتې وه، خو تر هغه وروسته په جون میاشت کې تر ۵ اعشاريه ۷ سلنې پورې لوړه شوې ده.
ورته نور ولولئ:د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي
دا په داسې حال کې ده چې د فکت سيت شرکت شنونکو چې په دې هکله ېې څېړنه ترسره کړې، تمه درلوده چې په ثابتو ارقامو کې به بدلون نه راځي او په خپل حال به پاته وي.
د آلمان د کار فدرالي ادارې مشرې، اندريا نالیس، په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې آلمان «د کار په بازار کې د اقتصادي ستونزو د ډېرو اغیزو احساس کوي.»
د فرانس پرس په حواله په آلمان کې د بې روزګاره خلکو شمېر په میاشت کې د شاوخوا ۱۱زره په لوړېدو سره، ۲ اعشاريه ۵۵ ميليونو ته رسېدلی دی.
ورته نور ولولئ:آلمان په څلورو برخو کې د ۳۱۰ زره مسلکيانو له کمښت سره مخ دی
د آلمان د کار اداره وايي حتی آلمان ته د کار په موخه د رسېدلو اوکرايني مهاجرو سربېره به په روانه مياشت کې د بيکارۍ کچه نور هم لوړه شي.
آلمان د روان کال په پيل کې په دوو پر له پسې فصلونو کې د انفلاسیون او بانکي ستونزو په ادامه، له Technical recession يا د ناخالص توليد د منفي ودې له بحران سره مخ شو. اوس داسې تمه ده چې د دغه هیواد اقتصاد به په ۲۰۲۳م کال کې د صفر اعشاريه ۲ څخه تر صفر اعشاريه ۴ پورې کوچنی شي.
ورته نور ولولئ:آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي
د آلمان د مالي خدماتو شرکت (KfW) مشره او اقتصاد پوهه، فريتزي کوهلر- ګایب وايي که د اروپا سترو صنعتي کارخانو ته په دقت وکتل شي نو دا وخت «ډيری کارفرمایان د مسلکي کارمندان د لټې په ترڅ کې ډېر نااميده نه دي.»
ورته نور ولولئ:په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ
حاکم اقتصادي وضعیت ته په کتو، په آلمان کې مصرف کونکو په وروستيو میاشتو کې پر خپلو لګښتونو لاس نیوي ته ادامه ورکړې ده.
(AFP)mks/nz
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم وګورئ (05.08.2019):