آلمان: په هامبورګ کې د سوسيال دموکراتانو ټاکنيزه بريا
۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبهد آلمان مسيحي دموکرات ګوند د هامبورګ په ټاکنو کې ډېرې رايې له لاسه ورکړې دي. د آلمان د پاره د بديل يا «آی اف دي» نومې ګوند هم ايله پارلمان ته لاره ومونده. خو سوسيال دموکرات او زرغون ګوندونه بيا د انتخاباتو له بهير او پايلو څخه راضي دي. سره له دې چې سوسيال دموکراتانو يعنې «اس پي دي» ګوند ۶،۶ سلنه رايې له لاسه ورکړې دي، خو د ۳۹ سلنې رايو په خپلولو سره بيا هم څرګند لومړي مقام ته رسېدلی دی.
زرغون ګوند خپل ټاکلي هدف ته ونه رسېد چې غوښتل يې په آيالتي پارلمان کې اصلي او تر ټولو قدرتمن ځواک جوړ شي. خو د ۲۴،۲ سلنې رايو په اخيستلو سره يې د ۲۰۱۵ کال په پرتله خپله سلنه لا دوه برابره زياته کړې ده.
يو «څرګند انتخاب»
د هامبورګ ښاروال، پېتر چېنچر (اس پي دي) له زرغون ګوند سره د ګډ حکومتي ائتلاف د بيا جوړولو په سر خبرې اترې شروع کول يو «څرګند انتخاب» وباله. دواړه ګوندونه به په دې ډول د رايو او ورسره تړلو دندو دوه په درې اکثريت ولري. خو چېچنر غواړي چې له بایلونکي سي دي يو يا مسيحي موکرات ګوند سره هم خبرې وکړي. ځکه چې د رايو د تناسب له مخې يو «تور سور» ائتلاف هم امکان لري. مسيحي دموکراتانو يوازې ۱۱،۲ سلنه يعنې د پخوا په پرتله ۴،۷ سلنه لږې رايې اخيستې دي چې په تاريخ کې په هامبورګ کې تر ټولو خرابه پايله ده. کيڼ اړخي ګوند بيا ۹،۱ سلنه رايې اخيستې چې ۰،۶ سلنه ډېروالی ښيي.
آی اف دي ګوند هم پارلمان ته لاره ومونده
د آلمان له پاره د بديل ګوند يا آی اف دي ۵،۳ سلنه رايې تر لاسه کړې چې ۰،۸ سلنه کموالی پکې راغلی دی. په پيل کې داسې معلومېدل چې دغه ښي اړخی عوامپال ګوند به د پنځه سلنو څخه وانه وړي او پارلمان ته به په دې سره لاره ونه مومي. اف دي پي يا آزاد دموکرات ګوند دقيقا ۵،۰ سلنه يعنې د پخوا په پرتله ۲،۴ سلنه کمې رايې خپلې کړې چې د ځينو رايو د بيا شمېرنې له کبله ښايي حتی له پارلمان څخه بېرته ووځي. په دغو انتخاباتو کې د خلکو ونډه ۶۳،۳ سلنه ښودل شوې چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله تقريبا اووه سلنه ډېره برخه اخيستنه ده.
wa/cw/ن ص/س ر