آلمان په مالي کې د روزنيز ماموريت مشري پر غاړه واخیسته
۱۳۹۷ آبان ۲۲, سهشنبهپه ۲۰۱۳ کال کې د دې ماموريت له پېل راهيسې دا دريم وار دی چې د آلمان پوځ د اروپايي ټولنې د دې ماموريت مشري پر غاړه اخلي. آلمان هغه مهال د ۱۵۰ عسکرو سره په دې ماموريت کې د برخه اخیستو پريکړه کړې وه. په دې ماموريت کې په ټولیزه توگه د ۲۵ هېوادونو چې ۲۱ یې د اروپايي ټولنې غړي دي، ۶۰۰ عسکر شامل دي. آلمانی پيتر مروو، به په راتلونکې کې د دې ځواکونو مشري وکړی.
د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون ډير لاين، په لويديځه افريقا کې د اروپايانو جوختې پوځي همکارۍ ته په کتو سره د يوه اروپايي پوځ د رامنځته کولو د موضوع په اړه هم څرگندونې وکړې. هغې وويل: «په دې سيمه کې د ثبات ټینگول زموږ په خپله گټه هم دی.»
په باماکو کې د اروپايي ټولنې د روزنيز ماموريت عسکرو ته د وینا پر وخت فون ډیر لاين وویل: «موږ له هغو عسکرو څخه چې زموږ د ماموريت په ترڅ کې روزنه ويني، دا انتظار لرو چې دوی د بشري حقونو ساتونکي شي او په بشپړه توگه ترينه ساتنه او ملاتړ وکړي.»
د آلمان پوځ په مالي کې د ملگرو ملتونو د سولې په ماموريت کې هم ونډه لري. زياتره عسکر یې په شمال کې د گوا په کاستور کمپ کې په دنده بوخت دي. ملگرو ملتونو هم په ۲۰۱۳ کال کې خپل دا ماموريت پيل کړ څو د لويديځې افریقا دا هيواد باثباته کړي او د دې مخه ونيسي چې افراطي ډلې واک ته ورسيږي.
فون ډير لاين د يکشنبې په ورځ په نايجر کې د آلمان د هوايي ترانسپورت په اډه کې د خبرو پر وخت وويل: «په دې بحران ځپلي هيواد کې د نړيوالو ځواکونو شتون د لويديځې افريقا د ثبات له پاره ډير مهم دی.»
خو د نايجر په گاونډي هیواد مالي کې وضيعت ډير ستونزمن دی. د مالي د لومړي وزیر سوميلو بوبمې مایگا سره د دوشنبې په ورځ تر ليدنې کتنې وروسته فون ډير لاين د مالي پر حکومت نيوکې وکړې. هغې وويل: «دا پريکړنده ده چې حکومت په هر اړخیز ډول مسئوليت پر غاړه واخلي ځکه خبره يوازې د ترهگرۍ د ځپلو نه ده بلکې د هيواد د بيلا بيلو قومي ډلو ترمنځ ډيري نژادي او د پېسو د ويش پر سر کړکيچونه موجود دي. يوازې حکومت چې دلته د وضيعت سره ښه بلد دی او په دې موقف کې هم دی چې په دې موضوع کې د منځگړي رول ولوبوي او دا کار به بايد اوس وکړ.»
د اروپايي ټولنې روزنيز ماموريت بايد د مالي امنيتي ځواکونه داسې وروزي څو دوی و کړی شي په هيواد کې امنيت تامين کړي. تر اوسه د دې ماموريت په ترڅ کې تر ۱۳۰۰۰ زيات عسکر روزل شوي دي. د اروپايي ټولنې عسکر همدا راز د «G5 ساحل» هیوادونو عسکر چې موريتانيا، مالي، نایجر، بورکينا فاسو او چاد په کې شامل دي، هم روزي. دې هيوادونو په ۲۰۱۵م کال کې د ترهگرۍ پر ضد د گډ کار پريکړه کړې وه.
فون ډير لاین په باماکو کې د «G5 ساحل» هيوادونو د پارلمان د استازو د کنفرانس د پرانیستو پر وخت د کړکيچونو «په سيمه ایز کچه د حلولو» پر اهميت ټینگار وکړ. نوموړې وويل چې نړيواله ټولنه د ثبات او پرمختگ له پاره د ساحل هيوادونو له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.
د فرانسې دفاع وزیر فلورنس پارلی، په باماکو کې وويل چې «نړيواله ټولنه د گډو عملياتو د بيرته پيلولو هدف تعقیبوي». هغه زياته کړه چې ټوله هڅه به وشي څو دغه ډول عمليات ډير ژر بیرته پيل شي.