آلمان: په جنوري کي د سوريايانو د پناه غوښتني ډېري وې
۱۴۰۳ بهمن ۱۹, جمعهسوریه بیا هم د واکمن بشار الاسد له سقوط وروسته د اصلي مبدأ هیواد په توگه لومړنی ځای لري، چي خلک یې په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي. دا د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي دفتر (Bamf) د جنوري میاشتې له احصایو څخه څرګندیږي. په ټولیز ډول، د پناه غوښتنې د لومړنیو غوښتنلیکونو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله ۲۲،۵ سلنې ته لوړ سوی دی چي ۱۴،۹۲۰ ابتدايي غوښتنلیکونو ته رسیدلی دی.
اړوند:بامف: سږ کال آلمان کې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۵ سلنه افغانان ول
خو بیا هم، د ۲۰۲۴م کال د جنوري مياشتي په پرتله په ښکاره ډول تر پناه غوښتني لږ غوښتنلیکونه موجود دي. په هغه وخت کې ۲۶،۳۷۶ لومړني غوښتنلیکونه وړاندي سوي وه.
له دغو پناه غوښتونکو څخه یې شاوخوا ۳۰ سلنه سوریایان دي
د بامف په حواله په جنورۍ میاشت کي دپناه غوښتني د ټولو عریضو د ۳۰،۴ سلني په لرلو سره، سوریه د پناه غوښتني په لټه کي د مبدأ هیوادونو په سر کي دی. ۱۳ سلنه عریضې د افغانانو له خوا وړاندي سوي او ۱۱،۲ سلنه د ترکانو دي. ډېر هغه غوښتنلیکونه چي د سوریايي اتباعو له خوا وړاندي کیږي، د هغو کوچنیانو دي چي په آلمان کي زیږیدلي دي.
د ډسمبر له نهمې نیټې راهیسې د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې په اړه پریکړې یوازې په ځانګړو انفرادي قضیو کې ترسره کیږي. د پریکړې د بندولو دلیل، په دغه عربي هیواد کې لاهم خورا ګډوډ وضعیت دی.
اړوند:آلمان د سوریایانو د پناه غوښتنې عریضو ته رسیدگي دروي
د یاغیانو اتحاد چې مشري یې د اسلامپالې ډلي هيئت التحریر الشام (HTS) په غاړه ده، له دې مخکې د بشارالاسد حکومت په یوه ناڅاپي برید کې را نسکور کړ.
د جرمني د سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) څخه د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، او له زرغون گوند څخه د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، په دې اړه خپل نظر څرگند کړ چي سوریایانو ته به خپل اصلي هیواد ته د یو ځلي سفر له پاره زمینه برابره کړي، پرته له دې چې په آلمان کې د دوی خوندي موقف له خطر سره مخامخ سي.