آلمان: په افغانستان کې د ورستيو حملو په هکله د محصلينو اعتراض
د آلمان په اوسنابروک ښار کې يو شمير محصلینو، په افغانستان کې د جکړې د دوام او د ملکيانو پر وژونو اعتراضونه وکړل. په دې ارتباط يوې جوړه شوې غونډه کې يو شمير افغان، آلماني او د ځينو نورو هيوادونو محصلينو ګډون کړی وو.
طالبان د بخښنې نه دي
دغو اعتراض کوونکو ټينګار وکړ چې طالب بنديان دې له بنده نه آزدايږي او له «تروریستانو» سره دې د سولې هوکړه نه لاسليکيږي. دوی وايي طالبان باید د خپلو جنايتونو په تړاو خلکو ته ځواب وايي او د دغې ډلې غړي د سیاسي عفوې وړ نه دي.
قرباني ماشومان
اعتراض کوونکو محصلينو، رنګ کړې ناوکۍ پر مځکه ايښي وې، چې له دې څخه يې موخه هغه نوي زيږيدلي ماشومان ول، چې د کابل په وروستي تروريستي بريد کې ووژل شول.
زما جرم څه دی؟
د کابل په لويديځ کې پر يوه روغتون باندې تروريستي حمله کې، يو شمير ميندو او نوو زيږيدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. اعتراض کوونکو ټينګار کاوه چې په اوسنيو شرايطو کې افغان ماشومان تر نورو ډير د حملو له ګواښ سر مخامخ دي.
د عدالت غوښتنه
دغو اعتراض کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي او په ځانګړې توګه د افغانانو له پاره د عدالت د تامين په برخه کې خپلې هڅې وکړي.
بې رحمه حملې
په دغې اعتراضي غونډه کې په ځانګړې توګه د کابل پر يوه روغتون باندې د وسله واله حمله او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځان وژونکی بريد سخت وغندل شو او ډيرې نيوکې پرې وشوې.
نړۍ، راويښه شه!
د محصيلانو دغې ډلې، افغان قربانيانو ته د عدالت د تامين ترڅنګ، په افغانستان او نورو هيوادونو کې د جګړو او جنايتونو د پاي غوښتونکې شوه. په يوه پلاکاټ ليکل شوي دي: «نړۍ، راويښه شه! ستا په چوپتيا کې بشريت د وژل کيدو په حال کې دی.»
محافظت وکړئ!
دغو ځوانو اعتراض کوونکو له تروريستې ډلو وغوښتل چې د افغان ښځو او ماشومانو وژل ودروي. د دغو اعراض کوونکو بله غوښتنه «په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ژوند وساتي»، وه.
د جرمونو نړيواله محکمه
اعتراض کوونکو ويل د طالبانو جنايتونو په اړه تحقيقات دې وارزول شي او عاملين يې بايد د جرمونو په نړيواله محکمه کې محاکمه شي. دوی د هر ډول بشري جنايتونو د درولو غوښتنه کوله.