جرمونهآلمان
آلمان: پر یوې مور د خپلو پنځو ماشومانو د وژنې شک کیږي
۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعهاعلان
د آلمان خبري آژانس (dpa) په حواله داسې معلومیږي چې یوې مور خپل پنځه ماشومان وژلي دي. پولیسو تر اوسه پورې دا موضوع نه ده تائیده کړې. د پنجشنبې ورځې په سهار پولیسو وویل چې د زولنګن ښار د استوګنې په یوه اپارتمان کې یي د پنځو ماشومانو مړي موندلي دي.
د زولنګن امنیتي سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو عملیاتو وروسته شکمنه ښځه د ګاونډي ښار دوسلدورف د ریل په یوه تمځای کې د ریل لیکو پر سر د تلو هڅه کوله. په دې ترڅ کې دغه ۲۷ کلنه ښځه ټپي شوې هم ده. د یادونې وړ ده چې پولیسو تر اوسه پورې دا مسئاله نه ده تائیده کړې.
سیمه ایزو رسنیو کې د دغو ماشومانو عمرونه د ۲ او ۸ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي. د پيښې په ځای کې د بیړنیو مرستو څو موټرې هم لیدل شوي دي. پولیسو د پیښې سیمه په بشپړ ډول کلابنده کړې ده او پلټنې روانې دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز