آلمان: پر کډوالو ډير بريدونه شوي
۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعهيوې سياستوالې حتی ويلي دي چې آلمان ته نوي راکډه شوي مهاجر بايد له دې سره هم حساب وکړي چې «هر وخت ورباندې ښايي يو بريد وشي.» دا په داسې حال کې ده چې آلماني چارواکو په ۲۰۱۹م کال کې پر کډوالو او پناه غوښتونکو باندې تر۱۶۰۰ زيات بريدونه ثبت کړي دي.
دغه خبر د فونکه رسنيز ګروپ د جمعې په ورځ (۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۷مې) ورکړی دی. حکومت په دې شمېرو سره د سوسياليستي کيڼ اړخي ګوند له خوا يوې پوښتنې ته ځواب ويلی دی. دغه شمېرې ورپسې د آلمان د دريم لوی رسنيز ګروپ له خوا هم نشر شوې.
دغه ارقام ښيي چې پروسږ کال د ماشومانو په ګډون پر۱۶۲۰ کډوالو او پناه غوښتونکو باندې بريدونه شوي دي. په ۱۲۸ مواردو کې د بريد هدف خپله د مهاجرو استوګنځايونه ول. ښی اړخو افراطيانو يې په ۱۱۸ دغسې پېښو کې مسئوليت پر عاړه درلود. د دغه راپور په حواله ۲۲۹ تنه کډوال په دغو بريدونو کې ژوبل شوي دي.
کډوال بايد له دې سره «حساب وکړي چې بريد ورباندې کيږي»
پر کډوالو باندې د دغسې بريدونو په ترڅ کې عاملينو له چاودېدونکو توکو کار اخيستی، اور يې لګولی يا له داسې وسلو يې ګټه اخيستې ده چې په ۲۶۰ مواردو کې يې د سختې بدني صدمې او زيان اړولو امکان درلود. دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت کړې ده.
دغه شمېرې تر هغه د مخکي کال په پرتله يوازې لږې راټيټې شوې دي. په ۲۰۱۸م کال کې چارواکو پر کډوالو او پناه غوښتونکو د ۱۷۷۵ مواردو او د هغوی پر استوګنځايونو باندې د ۱۷۳ بريدونو رپوټ ورکړی وو.
ډېر دغه بريدونه د ښي اړخو تندلارو له خوا تر سره شوي دي. جرمني له هغه وخت راهيسې پر کډوالو او پناه غوښتونکو د بريدونو ډېرېدل تجربه کړل کله چې په ۲۰۱۶م کال کې د کډوالو اروپايي کړکېچ خپل اوج ته ورسېد. په هغه کال کې څه باندې ۲۵۰۰ کډوال د تاوتريخوالي قربانيان وګرځېدل چې پر استوګنځايونو باندې يې تقريبا زر بريدونه وشول.
د کيڼ اړخي ګوند استازې، اولا يلپکه، فونکه رسنيز ګروپ ته ويلي دي چې داسې «ټولنيزه فضا چې کډوال پکې په لفظي او فزيکي توګه هر کله بايد له بريد سره حساب وکړي»رامنځ ته شوې ده.
په فبرورۍ مياشت کې د هاناو بريد په يادولو سره چې يوه وسله وال پکې د توکم پالنې په انګیزې نهه تنه داسې کسان ووژل چې د مهاجرت شاليد يې درلود، هغې وويل: «د ښی اړخي افراطيت او توکم پالنې مرګونی خطر… له بده مرغه زموږ په هيواد کې د ډېرو خلکو له پاره د ورځني ژوند يوه برخه ده.» هغې دا هم وويل چې «د ښي اړخي افراطيت ضد د کابينې له خوا يوې کميټې ته هر کلی کيږي»، خو «لا ښه خبره به دا وي چې د توکم پالنې له قربانيانو سره دوامدارې مشورې او د مخنيوي پروژې داسي وي، چې په پای کې قوانين ورڅخه جوړ شي.»