آلمان: يوې ښځې ته په ريلګاډي کې اور ورته کړل شوی
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبهد آلمان پوليس د تورينګن ایالت د ګرا په ښار کې د وژنې د هڅې د یوې قضیې په اړه څېړنه کوي. په دغه قضیه یوه سړي د ښاري برقي ریلگاډي په دننه کې پر یوې ښځې سوځیدونکي مایع مواد وپاشل او وروسته یې اور ور واچوه چې په پايله کې یې هغه سخته ټپی سوه.
د تورينګن د ایالت پولیسو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۱۶) ويلي ول چې په قوي ګومان سره په دغه برید کې تورن کس د دې ۴۶ کلنې ښځې میړه دی.
د ګرا د ښار پولیسو د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې تورن کس ګرجستانی دی او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړی دی.
اړوند:فېزر: په آلمان کی تقریباً هره ورځ یوه ښځه یا نجلۍ وژل کیږي
پولیسو وویل:« شکمن کس د سهار له نهو بجو لږ مخکې ځان د ګرا د ښار د پولیسو مرکز ته تسلیم کړ او پرته له مقاومته ونیول سو.»
د پیښې په اړه څومره پوهیږو؟
د پولیسو ویاند ویلي دي چې دغه ۴۶ کلنه ښځه له پیښې وروسته د څرخي الوتکې په مرسته روغتون ته انتقال سوې وه.
د پیښې انګیزه لا معلومه نه ده او د پولیسو پلټنې روانې دي.
په دغه پیښه کې چې د یکشنبه په ورځ له غرمې مخکې رامنځته سوه ، بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پولیسو ویلي دي چې تر برید وروسته، د ريلګاډي سپرلیو د اضطراري توقف تکمه ووهله او د دروازو په پرانیستلو سره، شکمن کس وتښتید.
د اورګاډي چلوونکی سمدستي لاس په کار سو او د اور وژنې د کپسول په مرسته یې اور خاموشه کړ.
د پولیسو ویاند وویل چې نورو سپرلیو او ددغه ريلګاډي چلوونکي ته د رواني درملنې وړاندیز سوی دی.