آلمان: ولې یوې ښځې خپل پنځه ماشومان وژلي؟
۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبهد آلمان په نورد راین وستفالن ایالت کې یوې ښځې خپل پنځه ماشومان ووژل او له یوه بل ماشوم سره یي ځان د ریل مخې ته ورغورځولی دی. د دغو ماشومانو مور اوس تر روغتیايي څار لاندې ده او څارنوالانو یي پر وړاندې د قتل دوسیه پرانیستې ده.
د ټپې کیدو له امله د دې ښځې روغتیایي وضعت د جمعې تر غرمې وروسته پورې هم د نیول کیدو او تحقیقاتو له پاره د ځواب ویلو وړ نه وو.
د پولیسو د تحقیقاتي ډلې مشر روبرت ګریسي د زولنګن په ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل: «د زولنګن ښار پنځو ماشومانو د یوې تراژیدۍ او وحشتناکې پيښې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو د پنځو ماشومانو جسدونه په یوې لويې څو پوړیزې ودانۍ کې موندلي دي»
ښاغلي ګریسې وویل: د دې پيښې درې قرباني نجونې دي چې یوه یي یو کلنه، بله یي دوه کلنه او دریمه یي درې کلنه وه او د دې ښځې دوه زامن یو یي ۶ او بل یي ۸ کلن وو. د پولیسو دغه چارواکي وویل چې ګمان کیږي دغه ماشومان د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې وژل شوي وي.
د پلټنې د هیئت مشر مارسل مایرهوفر وویل چې د دغو ماشومانو پر بدن د بې هوشۍ و خفک کولو علایم لیدل شوي دي. مایرهوفر زیاته کړه چې د دې ښځې ۱۱ کلن زوی د عادي ورځو په شان د پنجشنبې په ورځ ښوونځي ته تللی وو. وروسته یي مور د ښوونځي له مسئولینو سره په تماس کې شوې وه او ویلي يي وو چې خپل زوی له ځان سره وړي.
دغه ښځه له خپل زوی سره د دوسلدورف په ښار کې د ریل ګاډي تمځای ته تللې وه او هلته یي ځان او خپل دغه یولس کلن زوی د ریل مخې ته غورځولي وو.
د ماشومانو نیا (انا) چې د آلمان په یو بل ښار کې اوسیدله، د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو پولیسو ته د یوه احتمالي جنایي عمل اطلاع ورکړې وه. د دغو ماشومانو مور د واتس اپ له لارې د یوه پيغام په استولو سره خپلې مور ته د خپلو ماشومانو د پلار چې یو ۲۸ کلن سړی دی، جدایي يا بېلېدو ته په اشارې سره ویلي وو: «حال یي بد دی او نور دوام نه شي ورکولی.»
تحقیق کونکو ویلي دي چې دوی پر دې قضیې، له خپل میړه څخه د دې ښځې د جلا کیدو اغیزې ارزوي. د تحقیق کونکو په اند کیدای شي دا موضوع په دې قضیه کې رول ولري. دغه ښځه او میړه یي یو کال مخکې سره جلا شوي دي.
پولیسو دغه کورنۍ پیژندله
دغه کورنۍ د ماشومانو د قتل تر پيښې مخکې د «ځوانانو د رفا» ادارې کې ثبت شوې وه. د دغو ماشومانو مور خپل یو پخوانی بوې فریډ یا ملګری په غلا تورن کړی وو، او پلټونکو هم بې له دې چې ډیر معلومات ورکړي د دغې ښځې په آپارتمان کې دوه ځله د ژغورنې عملیات ترسره کړي وو.
د تحقیق کونکي ډلې غړو ویلي دي چې د دغو ماشومانو له دریو پلرونو څخه، هیڅ یو یې هم په دې قضیه کې شکمن نه دی ګڼل شوی. د دغو معلوماتو په پام کې نیولو سره لیدل کیږي چې د دغې ښځې ماشومان د دریو پلرونو څخه ول.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص