آلمان له پاکستان څخه نور افغانان هم انتقال کړل
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهد جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند خبر ورکړی دی چي په دغه الوتکه کي چي له اسلام آباد څخه يې برلين ته پرواز کړی ۱۳۲ افغانان سپاره ول.
د دغو معلوماتو له مخې ۲۵ نور هغه افغانان چي په اول سر کي د دغي الوتنې له پاره پلان سوي وه، له الوتنې څخه لږ مخکي د الوتني اجازه ور نه کړل سوه او په دې ډول له پروازه پاته سول.
د هويت وضاحت شرط دی
د نوموړي ویاند په حواله، آلمان ته د داخلیدو په شرایطو کي د نورو ترڅنگ يو شرط د هويت وضاحت او هراړخیر امنیتي معاینات شاملیږي. د هغه د معلوماتو له مخي په دغو کسانو کي چيبرلين ته را انتقال سوي دي، یو کس پکښې د آلمانانو يو ځايي افغان کارکوونکی دی چي د خپلي کورني له پنځو غړو سره راوستل سوی دی.
د روان کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۵ هم یوې چارتر الوتکې چي له ځانگړي گواښ سره مخامخ ۱۵۵ افغانان پکښي سپاره وه، له پاکستانه پرواز وکړ او په پرلین کي کښته سوه.
د جرمني د حکومت په حواله له هغوی څخه څه د پاسه نیمايي برخه یې د آلمان د منلو پروگرام په چوکاټ کي له سخت گواښ سره مخامخ کسان ول.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چي دا هغه کسان دي چي د طالبانو تر تعقیب لاندي دي او په هغوی کي ځايي کارکوونکي ، د بشري حقونو فعالان او خبریالان شاملیږي.