آلمان له يونان څخه نور کډوال مني
۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، په فدرالي او آيالتي کچه د کورنيو چارو وزيرانو د غونډې په پای کې د آلمان د بېلابېلو آيالتونو هغه چمتووالی وستايه چې غواړي د يونان له ټاپوګانو څخه آلمان ته مهاجر راولي. د دغو کډوالو شمېر ټول ټال ۹۰۰ کسان په ګوته شوی دی. زېهوفر دا داسې يو اقدام وباله چې د آلمان په تاريخ کې بې ساری دی.
د مهاجرو له وېش څخه صرف نظر
زېهوفر زياته کړه چې د آلمان بېلابېلو آيالتونو علاقه ښکاره کړې ده چې له دغې ډلې څخه ځينې کسان ومني. د آلمان د کورنيو چارو وزير اعلان وکړ چې په ټول آلمان کې د مهاجرو د وېش له تګلارې څخه به صرف نظر کيږي. زېهوفر وويل چې دغه اقدام به راتلونکې اوونۍ عملي شي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان په اپريل مياشت کې لا له يونان څخه ۵۰ تنه بې سرپرسته او کم سنه مهاجر منلي ول.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په حواله اوس فينلنډ، پرتوګال، ايرلنډ او فرانسې هم دې ته آمادګي ښکاره کړې ده چې د يونان له ټابوګانو څخه کډوال ماشومان ومني. د يوه وياند په خبره اوس دولس اروپايي هېوادونه د کډوالو له منلو سره لېوالتيا لري. اروپايي اتحاديه هم غواړي چې ټول ټال ۱۶۰۰ کډوال ماشومان ومني.
د يونان پوله په جدي ډول څارل کيږي
يونان د بشري حقونو د سازمانونو د نيوکو سربېره غواړي چې خپلې بحري او ځمکنۍ پولې په کلک ډول وڅاري. د يونان د مهاجرت د چارو د وزير، نوتيس ميتاراکيس، په خبره حکومت يې د اساسي قانون له مخې د دې مکلفيت لري.
د اروپا شورا، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا يونيسف او د کډوالۍ نړيوال سازمان «آي او ام» له يونان او د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هېوادونو څخه غوښتي ول چې د پناه غوښتونکو حقونو ته بايد درناوی وکړي.
د يونان او ترکیې د پولې په اوږدو کې د اروپا د پوله ساتي ځواک فرونتېکس په سلګونو مامورين ګومارل شوي دي. يونان د مارچ مياشتې راهيسې خپلې سمندري پولې هم په کلکه څاري.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: