آلمان له فقر سره د مبارزې له پاره درې میلیارده یورو ورکوي
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهد آلمان د مالیي وزیر د شنبې (د جولای میاشتې ۱۸ نیټه) په ماښام اعلان وکړ چې په برلین کې د میرکل حکومت ژمنه کړې ده چې د پيسو نړیوال صندوق (IWF) ته درې میلیارده یورو ورکوي.
دغه پيسې به د IWF په چوکاټ کې په نړیواله کچه د فقر او بی وزلۍ ختمولو او پرمختګ ته د لارې هوارولو اړوند پروګرام (PRGT) له طریقه د نړۍ تر ټولو بی وزله هیوادونو ته په ډیرو اسانو شرایطو او د اوږدمهاله پورونو په شکل کې ورکول کیږی.
«نور هیوادونه دې هم د آلمان تقلید وکړي»
د پيسو د نړیوال صندوق مشرې کرستالینا ګیورګیوا، وویل چې دا د برلین حکومت یو ډیر سخاوتمندانه وړاندیز دی او نور پرمختللي هیوادونه هم باید د آلمان په پل پښه کیږدي.
د اپريل په میاشت کې د پيسو د نړیوال صندوق له خوا ویل شوي وو چې پرمختللو هیوادونو په نړیواله کچه د فقر او بی وزلۍ د ختمولو له پاره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده. د دغو مرستو ارزښت ۱۱،۷ میلیارده ډالره ښودل شوی وو. استرالیا، جاپان، کاناډا، فرانسه، بریتانیې او هسپانیې هیوادونو د دغو مرستو د ورکړې ژمنه کړې وه.
د حیرانتیا خبره دا ده چې واشنګټن تر اوسه پورې په دې کې برخه نه ده اخیستې چې د یو شمیر پرمختللو هیوادونو پام یې ځانته را اړولی دی. د آلمان له خوا له (PRGT) سره د مرستې تر اعلان وروسته د دې پيسو اندازه تر ۱۵ میلیارده ډالرو زیاته شوې ده.
د آلمان له خوا په مجموع کې لس میلیارده ډالره
د آلمان د مالیې وزیر اولاف شولڅ په دې اړه ویلي دي: «له دې پيسو څخه به هغو هیوادونو ته چې د سړي سر ډیر ټیټ عاید درلودونکي دي، په ډیرو اسانو شرایطو سره پورونه ورکړل شي او په دې توګه به د هغو هیوادونو د ستونزو کمولو هڅه وشي چې د سرمایې د کمښت له امله له شدیدو مشکلاتو سره مخامخ دي.»
د آلمان د مالیي وزارت په حواله، هیواد به یې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې په نړیواله کچه د مرستې له پاره په مجموع کې ۸،۷ میلیارد یورو چې د ۱۰ میلیارده ډالرو معادل کیږي په اختیار کې ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن. ص