آلمان ـ کرمپ کارن باور د مېرکل ګوندي ځایناستې وټاکل سوه
۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعهنن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۷مه نېټه) د آلمان په هامبورګ کي د مسيحي دموکرات ګوند (CDU) مرکزي کنګره دايره سوه. د دغې کنګرې د رابلل کېدلو مقصد د ګوندي رئيسي انګلا مېرکل د ځای ناستي ټاکل ؤ.
په کنګره کي ګډون کوونکو ګوندي استازو د رايه اچونې په لومړي پړاو کي و کانديدې انه ګرېت کرمپ کارن باور ۴۵۰ رايي، فريدريش مېرڅ ۳۹۲ رايي او ينس شپان ۱۵۷ رايي تر لاسه کړې. خو دا چي په دغه رايه اچونه کي يو کانديد هم اړين مطلق اکثريت تر لاسه نه کړ نو ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې. په دې توګه نو د دويم پړاو ټاکنې د کرمپ کارن باور او فريدريش مېرڅ تر منځ تر سره سوې، په کوم کي چي کرمپ کارن باور ۵۱۷ رايي په لاس راوړې او فريدريش مېرڅ ۴۸۲ رايي وګټلې. په دې توګه نو کرمپ کارن باور د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند (CDU) نوې رئيسه او انګلا مېرکل ځای ناستې سوه.
د رايه اچونې څخه تر مخه درې واړو کانديدانو خپلې ويناوي واورولې او وروسته يې د ګوندي استازو پوښتنو ته جوابونه ورکړل. د رايه اچول کېدنې د پروسې څخه تر مخه لا دا څرګندېدله چي فريدريش مېرڅ او انه ګرېت کرمپ کارن باور زيات ملاتړ لري. دا ځکه چي کله چي دوی دواړو په خپل وار ويناوي واورولې نو د ينس شپان په پرتله ورته د حاضرو استازو چکچکي زښتي زياتي وي. البته هغه وخت لا د دواړو کانديدانو پر وينا چکچکي يو شان ته زياتي وې او اټکل لا نه سوای کيدلای چي په د رايه اچونې پر وخت به له دوی څخه کوم يو زياتي رايي ترلاسه کړي.
انه ګرېت کرمپ کارن باور د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ مياشتي راهيسي د مسيحي دموکرات ګوند عمومي سکرتره ټاکل سوې وه. دغه ۵۲ کلنه سياستواله په زارلند ايالت کي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۱ کالونو تر منځ په بيلو ايالتي حکومتي دورو کي د کورنيو چارو بيا د ښوونې او روزنې او بيا د ټولنيزو چارو وزيره پاته سوې ده. نوموړې په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال د آلمان و مرکزي پارلمان بُندستاګ ته د وکيلي په توګه بريالۍ سوه. هغه له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري د زارلند په ايالت کي د ايالتي پارلمان کي غړې ده. کرمپ کارن باور په د جمعې په ورځ د ګوند و کنګرې ته د خپلي کانديداتورۍ د وينا په ترڅ کي وويل چي درې ماشومان يې لوی کړي او تر څنګ يې حکومتي دندې په غاړه اخيستي دي.فريدريش مېرڅ چي د مسلک له مخي حقوقپوه دی، د روغتيا د وزير ينس شپان تر څنګ و رياست ته يو کانديد ؤ. مېرڅ د سياست تر څنګ په اقتصاد کي زياتي اړيکي لري او ورته د لوبي ايست په توګه کتل کيږي. دغه ۶۳ کلن سياستوال د مېرکل له منتقيدينو څخه يو ؤ.
انګلا مېرکل د ۲۰۰۰ کال راهيسي د مسيحي دموکرات ګوند رئيسه وه. هغې دغه رياست له مخکني ګوندي مشر او اوږدمهال صدراعظم هېلموت کول څخه په لاس راوړ. ۶۴ کلنه مېرکل د ګوند له رياست څخه په داسي حال کي پر شا سوه چي ترمخه يې ويلي ول چي د رياست له پاره به ځان نور نه کړي کانديده خو غواړي د صدراعظمۍ خپله دنده پر مخ بوزي.