آلمان غواړي د ښي اړخي افراطیت پرضد مبارزه چټکه کړي
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبهد امنیتي ادارو په حواله ښي اړخي په پرله پسې ډول د آلمان د دیموکراسۍ له پاره په یوه ګواښ بدلیږي. د آلمان د جنایي جرمونو ادارې (BKA) په حواله پولیسو ۴۳ تنه ښي اړخي د خطر پيښوونکو کسانو په ډله کې درجه بندي کړي دي.
د داسې کسانو شمیر په تیرو کلونو کې دوه برابره زیات شوی دی. د ۲۰۱۶م کال په پای کې د دوی شمیر ۲۲ وو. په برلين کې د (BKA) مشر هولګرمونخ، په هاله ښار کې پر یوې کنیسې تر برید نږدې یوه اوونۍ وروسته خبرداری ورکوي او وایي «د ښي اړخو جنایتونه زموږ دیموکراسي په خطر کې اچوي.»
نوموړی زیاتوي چې د دغه برید په پایله کې دوه تنه وژل شوي: «وضعیت جدي دی». د بهرنیانو او یهودانو ترڅنګ سیاستوال او عادي خلک هم په مخ پر ډیریدونکي ډول د ښي اړخو افراطیانو تر نظر لاندې راځي.
په جون میاشت کې د هیسن ایالت د کسل سيمي حکومتي مشر والټر لوبکه، چې د مهاجرو ملاتړی وو، یوه شکمن ښي اړخي وواژه.
نږدې ۱۳۰۰۰ زورزیاتي ته تیار ښي اړخي
د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د شمیرو په حواله په آلمان کې په مجموع کې۱۲۷۰۰ تاوتریخوالي ته تیار ښي اړخي موجود دي. د انټرنټ له طریقه د رادیکال کیدو له نوي میتود سره وضعیت لا پيسې خراب شوی دی.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې مشر توماس هنډلوانګ وویل: «مجازي ګروپونه کولی شي موقتي شبکې رامنځته کړي، چې د ترکیب له پلوه پکې په څرګند ډول لا زیات فعاله او جنجالي وي، کوم چې تر اوسه پورې په افراطي ښي اړخو سازمانونو کې لیدل کیږي.»
د آلمان د داخلي استخباراتو ادارې او د جنایي جرمونو ضد ادارې په همغږۍ سره د آلمان کورنیو چارو وزارت ته له ښي اړخو افراطیانو سره د مبارزې په خاطر نوی پلان وړاندې کړی دی.
د دې پلان پر اساس د آلمان د اساسي قانون د حفاظت اداره غواړي چې وروسته تر دې د پخوا په پرتله انټرنټي څار لا زیات پیاوړی کړي، څو د هر انفرادي ښي اړخي د افراطي کیدو په اړه شواهد ولټول شي.
همدرانګه د «نوي حق» تر نامه لاندې جوړ شوي ډلې د بیلګې په توګه چې د «هویت غورڅنګ» هم ورپورې اړه لري، په لا ښه توګه ارزوي. د دې ترڅنګ له نورو آلماني ادارو سره په ګډه د وسلو او مالیاتي اقداماتو په عملي کولو سره غواړي پر ښی اړخو افراطي ډلو فشار زیات او پر نورو بندیزونو هم غور وکړي.
د دغه نوي پلان د عملي کولو له پاره BKA د ۴۴۰ اضافي پرسونل د ګومارنې غوښتنه کوي. د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې بیا د ۳۰۰ نورو کارمندانو د ګومارنې غوښتنه کړې ده. دا چې د دې کار له پاره تر اوسه پورې په بودیجه کې پيسې نه دي په پام کې نیول شوي، نو کیدای شي د پارلمان له خوا رد او یا هم تائيد شي.
jj/stu (dpa, rtr)/sn/nz