آلمان: شکمنه ښي اړخه افراطي ترهګره ډله ځپل سوې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد آلمان لویې څارنوالۍ د چهارشنبې پر سهار (۲۰۲۵ م کال د می ۲۱ مه) د شکمنو ښي اړخو افراطیانو یوه ترهگره ډله سرکوبه کړه. د پولیسو په سترو عملياتو کې د آلمان په براندنبورگ، میکلینبورگ -فورپومیرن او هیسن ايالتونو کې پنځه ځوان نارینه ونیول سول.
هغوی د "د دفاع د وروستۍ څپې" په نوم ډلې پورې اړه درلوده چې د آلمان د لویې څاروانۍ د دفتر په حواله د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې یې بڼسټ ايښودل سوی دی. شکمن کسان د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
اړوند:د آلمان له پاره بديل ګوند د ښی اړخي افراطي ګونډ په توګه درجه بندي شوی
پر هغوی باندي د نورو ترڅنگ په یوې ترهگرې ډلې کې د غړیتوب او یا هم له هغې څخه د ملاتړ تورونه لگول کیږي. له هغوی څخه درې تنه یې ددغې ډلې مشران گڼل کیږي. په نورو تورونو کې د وژنې هڅه، په ځانګړې توګه د اور لګېدنې او ملکیت ته زیان رسولو پیښې شاملې دي.
له نیول سویو څخه یې لومړی تنکی ځوان لا دمخه په توقیف کې دی. لکه څنگه چې د فدرالي څارنوالۍ د دفتر یوې ویاندې وویل، د کارلسروهه په فدرالي محکمه کې د تحقیقاتو قاضي د ۱۴ کلن هلک د نیولو امر صادر کړ او هغه یې عملي کړ. تمه کیږي چې نور شکمن کسان به نن، د ورځې په جريان کې د تحقیق کونکي قاضي په مخکې حاضر سي.
هدف: د ډیموکراسۍ سقوط
دآلمان د لویې څارنوالۍ د عمومي مشر په وینا، د دغې ډلې هدف داوو چې "د آلمان په فدرالي جمهوریت کې د تاوتریخوالي د کړنو له لارې، په عمده توګه د مهاجرینو او سیاسي مخالفینو په وړاندې، د ډیموکراتیک سیسټم سقوط رامنځته کړي.« د نوموړې ډلې غړو ځانونه د "آلماني ملت" د دفاع له پاره د وروستۍ مرجع" په توگه بلل. په زاکسن او تورینگن ايالتونو کې، ۱۳ نور ملکیتونه هم پلټل سوي چې په کښې د دریو نورو هغو کسانو ملکیتونه هم شامل دي چې دمخه لا په توقیف کې دي.
د فبرورۍ په میاشت کې لا د زاکسن ایالت پلټونکو په زينفتن بیرگ کې د پناه غوښتونکو پر یوه کمپ د یوه شکمن برید مخه ونیوله. د دې بريد په اړه معلومات يوې خبريالې ورکړي وو. په مایسن کې د فبرورۍ پر ۱۲ مه د تلاشۍ په جریان کې، دوه توپي بمونه، لاسي چاقو گان، مهمات او نورې وسلې ونیول سوې. ویل کیږي چې یو ۲۱ کلن شکمن کس له هغو څخه د برید د چمتووالي له پاره کار اخیستی وو.
همدارنگه د ۲۰۲۴ م کال په اکتوبر کې د براندنبورگ د الټ دیوبیرن په یوه کلتوري ودانۍ کې د اورلگیدنې د برید نسبت هم نوموړې ډلې ته ورکول کیږي. له نیول سوو کسانو څخه پر دوو تنو باندي په دغه برید کې د لاس لرلو شک کیږي.
ښي اړخه افراطیت "سن نه پېژني"
له سوسیال ډیموکراټ گوند (SPD) څخه د آلمان د عدلیې وزیرې سټیفاني هوبیگ، د شکمنو کسانو د عمر په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه. هغې وويل: "هغه څه چې په ځانګړې توګه ټکان ورکوونکي دي دا دي چې ټول هغه کسان چې نن نیول سوي دي، ویل کیږي چې ددغې ترهګریزې ډلې د جوړښت پر مهال لا کم عمره کوچنيان وو." "دا د خطر یو زنګ دی او دا ښيي: ښي اړخه افراطي ترهګري هیڅ عمر نه پېژني."هغې ټینګار وکړ چې دا د سیاستوالو دنده ده چې له افراطیت سره مبارزه وکړي، په تیره بیا د ځوانانو په منځ کې.
په عین حال کې د لویې څارنوالۍ د اقداماتو په ترڅ کې، پولیسو په میکلینبورګ - فور پومیرن کې د ښي اړخي افراطي چیټ ګروپ سره په تړاو شپږ ملکیتونه هم وپلټل. د ځانگړو ځواکونو په گډون د پولیسو شاوخوا ۱۰۰ افسرانو، په دې عملياتو کې برخه درلوده. د ایالتي جنایي پولیسو د دفتر په وینا، ویل کیږي چې د چیټ دغه ګروپ، ښي اړخې افراطي محتوا خپرول او د جرمي اعمالو د ترسره کولوغږ یې کاوه.
دغه پلټنې په عمده توګه د تنکیو ځوانانو او په ځینو مواردو کې، د ځوانانو په وړاندې ترسره سوې. په دغو تورونو کې خطرناک جسماني زیان، کرکې ته هڅولو، د غیرقانوني سمبولونو کارولو او د وسلو له قانون څخه د سرغړونې پیښې شاملې دي.