آلمان: د هاګ پر محکمې د امريکا بنديزونه «جدي اشتباه» ده
۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبهد دغو تدابيرو د لرې کولو د هيلې تر څنګ آلمان دغه بنديزونه «يوه جدي اشتباه» هم بللې ده.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د هغه فرانسوي سيال او همداراز د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئول، جوزف بورېل هم له امريکايانو غوښتي ول چې خپل اوسني لوري ته دې تغيير ورکړي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د چهارشبنې په ورځ د هاګ د نړيوالې جزايي محکمې پر مشرې څارنوالې فاتو بن سوده او د هغې په يوه مرستيال فاکيسو موچوچوکو باندې بنديزونه اعلان کړل ځکه چې د متحده آيالاتو او د هغوی د متحدينو په وړاندې يې پلټنو ته دوام ورکړی وو.
متحده آيالات ځان د هاګ محکمې ته تابع نه بولي
پومپيو تر دې مخکې پر بن سوده او نورو چارواکو باندې يې د سفر کولو بنديز هم وضع کړی وو. دوی په افغاستان کې د امريکايانو له خوا د ربړونې او نورو جرمونو په هکله پلټنې تر سره کوي. متحده آيالاتو د هاګ يادې محکمې ته ځان هيڅکله تابع نه دی ګڼلی. پومپيو وويل چې متحده آيالات به «د هغوی غير قانوني هڅې څو امريکايان تر خپلې قضا لاندې راولي» ونه زغمي. ماس بيا په ورته وخت کې ويلي دي چې «موږ د نړيوالې جزايي محکمې پر کار بشپړ باور لرو او دا د متحده آيالاتو يوه جدي تېروتنو بولو چې متحده آيالاتو د دغه ورپسې ګام پرېکړه هم کړې ده.» ماس په يوه بيانيه کې دا هم ويلي دي چې «موږ له نړيوالې جزايي محکمې سره کار ته دوام ورکوو څو وکولی شي بې له خنډه له سزا څخه د خلاصون په وړاندې په نړيواله مبارزه کې خپل لازمي رول ادا کړي او پر متحده آيالاتو باندې غږ کوو چې خپل دغه تدابير بېرته واخلي.»
اې پي/ن.ص./ا.ا.