آلمان: د مسلمانانو د امنیت د زياتولو پریکړه شوې
۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې واضحه کړه چې په دې برید کې د توکمیز تعصب پسمنظر له پامه نه شي غورځول کیدای. نوموړي دا هم وویل چې آلمان په اوس وخت کې د ښي اړخو له شدید داخلي خطر سره مخامخ دی. د زیهوفر په حواله د آلمان جمهوریت هم په اوسني وخت کې له خطر سره لاس او ګریوان شوی دی او د دې خطر په پام کې نیولو سره د ټول هیواد په کچه په پراخه پيمانه امنیتي اقداماتو ته اړتیا ده.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د حساسو ځایونو او ادارو د امنیت زیاتولو پریکړه شوې ده او په دې توګه به د پولیسو لا زیات پرسونل وګمارل شي. همدارنګه د ریل په تمځایونو کې به هم د پولیسو ګزمې زیاتې کړای شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د هاناو په څیر بریدونه او یا هم د دې برید په ځواب کې غچ اخیستونکی احتمالي غبرګون هم له پامه نه شي غورځول کیدای.
زیهوفر واضحه کړه چې په راتلونکو ورځو کې یو شمیر مهم دودیز مراسم ترسره کیدونکي دي او له همدې امله امنیتي ادارې او پرسونل باید د امنیت ساتنې دروند مسئولیت ته اوږه ورکړي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر اشاره کارنیوال او په مختلفو ښارونو کې ترسره کیدونکو غونډو او جلسو ته وه. نوموړي د ایالتي کورنیو چارو وزیرانو سره د منظم امنیتي پلان جوړونې خبر هم ورکړ. د دې پریکړې په اساس د مرکزي حکومت پولیس به تل د ایالتي پولیسو سره همکارۍ ته چمتو وي.
بل لور ته د آلمان د ادغام د چارو کمیسار آنیت ویدمان ماوز، له ایسنه برادکاسټنګ هاوس سره په مرکه کې ویلي دي چې د امنیت ترڅنګ په هیواد کې د اسلاموفوبیا (له اسلام څخه کرکې) پر ضد مبارزې ته هم ضرورت ليدل کيږي.
ماوز واضحه کړه چې د ښي اړخو د افراطیت پر ضد هڅې روانې دي، خو اوس په کې د لا زیات شدت راوستل د وخت ضرورت دی، ځکه چې په مسلمانانو، یهودانو او د مهاجرت ريښې درلودونکو کسانو کې د امنیت د نشتوالي احساس زیات شوی دی او هغوې د حملې ویره احساسوي.
انیت ویدمان ماوز زیاته کړه چې د داسې کسانو یا ډلو خونديتوب ډیر مهم شوی دی. هغې وویل چې د کارپوهانو د یوه داسې کمیسیون د رامنځته کولو وړاندیز یې کړی دی چې د ټول هیواد په کچه د ارتباط ټینګولو ځایونه ولري او که یوازې یو کس سره هم د کوم خطر احساس پیدا شي نو د کمیسیون له سیمیز دفتر څخه د مرستې غوښتنه وکولی شي.
نوموړي زیاته کړه چې د احتیاطي تدابیرو د ښو او دوامداره پایلو په ترلاسه کیدو سره به د نورو بریدونو مخه ونیول شي.
د آلمان په کولن ښار کې د ترکانو د اسلامي اتحادیي د مذهبي چارو ویاند ذکریا التګ د ادغام د چارو د کمیسارې له خوا د یوه کمیسیون د رامنځته کیدو هرکلی شوی دی او دا یې یو پرځای اقدام بللی دی. التګ وویل چې د آلمان په ټولنه کې د اسلاموفوبیا احساس موجودیت باید ومنل شي او دا موضوع به په آلمان کې د اسلامي کنفرانس په اجنډا کې شامل کړای شي.
د ذکریا التګ په خبره د کارپوهانو په وړاندیز شوې کمیسیون کې د جوماتونو استازي هم باید شامل کړای شي او د مسلمانانو د عبادتځایونو د امنیت ساتنې چارې باید لا زیات بهتره کړای شي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص